یوناما په خوست ولایت کې ځانمرګی برید په کلکه غندلی دی

په افغانستان کې د ملګروملتو سیاسي دفتر[یوناما] په خوست ښار کې پرونۍ انتحاري حمله چې د یوشمېرخوستیانو په سوله ییز – اعتراضي لاریون کې وشوه، په شدت وغندله.

په کابل کې د ملګروملتوځانګړي استازي نیکولاس هیس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په عمدي ډول د ملکې خلکو د وژلو په څير د وحشتناک جنایت عاملینو ته باید سزا ورکړه شي.

د یوناما مشر ويلي چې د ملګروملتود سازمان په استازیتوب په خوست کې د پرونۍ تروریستي حملې له قربانیانو سره خواخوږي لري او په غم کې ځان شریک ګڼي.

د خوست د والي ویاند مبارزځدراڼ پرون ویلي، چې د پرونۍ انتحاري حملې په اړه څيړنې پيل شوي دي.

د پرونۍ حملې په زخمیانو کې د ولسي جرګې د دفاعي کمیسون مشرهمایون همایون هم شامل دی:

″د ښاغلي همایون روغتیايي حالت ښه دی. خو موږ وایو چې دا حمله کې هر چا کړي وي او د هرچا په مرسته شوي وي، له شک پرته چې غیرانساني او غیربشري کار دی.

پر بې ګناه او ملکي خلکو داسې حملې له انسانیت او افغانیت له اصولو سره اړخ نه لګوي.

د ولایت مقام په دې اړه د کشفي او امنیتي ادارو مسولینو ته د هر اړخیزې څيړنې امرکړی دی.″

په خوست کې له تیرې یوې اونۍ راهیسې یو شمېرخلکو په ولایتي چاروکې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره، سوله ییز اعتراضونه پيل کړي دي.

ځدراڼ له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې تایید کړه چې د پرونۍ حملې هدف هغه ملکي اعتراض کوونکې وو چې د خوست د والي استوګنې ځای ته نږدې راغونډ شوي وو.

ولسمشرمحمد اشرف غني دا حمله په شدت غندلې او په یوه خبر پاڼه کې یې د ملې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکې کړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشرغني د ملکي خلکو وژل کېدل غیرانساني کارګڼي او په خوست کې د پيښې له زخمیانو سره یې د مرستې ږغ کړی دی.

جمهور ریس غني ویلي: ″سوله ییز اعتراضونه د خلکو حق او پر ملکي خلکو داسې حملې ستر جنایت دی.″

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *