د یمن په هکله د ولسمشری او اجرایي ریاست ترمنځ سخت اختلافات رامنځ ته شوي

سعودي عربستان د لسو هېوادونو په ملاتړ پر خپل ګاوڼدي هېواد يمن بريدونه پيل کړي، چېرې چې حوثي ملېشه وو د حکومت پر ضد وسله وال پاڅون کړى او ګڼ ښارونه يې نيولي دي.

سعودي عربستان اوس په دې هڅو کې دى چې په دې برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د افغانستان دولت له سعودي څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

سرچينې زياته کړې، دغه پرېکړه د هېواد د عالمانو د سراسري شورا، روحانيونو، د سياسي او جهادي مشرانو او د ملي امنيت شورا د غونډې په اتفاق نظر تر هر اړخيزو مشورو وروسته شوې ده.

خو د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  ډاکتر عبدالله د افغانستان د حکومت له دې پرېکړې سره مخالفت کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دې اړه له جوړې شوې غونډې په نيمايي کې ډاکتر عبدالله احتجاجاً پاڅېدلى او تللى دى.

د ملي يووالي حکومت د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، اجرائيه رياست په دې ګومان دى، چې له  سعودي څخه د ملاتړ اعلان د ولسمشر غني د شخصي علاقې له مخې شوى دى.

د سرچينې په وينا: ((عبدالله وايي،  دمګړۍ سعودي عربستان له ګواښ سره مخ نه دی او نه هم حرمين الشرفين تر بريد لاندې راغلى دى، بلکې سعودي پر يمن بريد کړى دى، نو په داسې حال کې له سعودي ملاتړ څه معنا لري؟))

سرچينه زياتوي، اجرائيه رياست وايي، په داسې حالاتو کې چې نه پر سعودي بريد شوى، نه حرمين الشريفينو ته کوم ګواښ مخ دى، نو د سعودي ملاتړ ته اړتيا نه وه.

بلخوا په کابل کې د بي بي سي فارسي ټلويزيون خبريال په ټوليزه شبکه ټوېټر کې د اجرائيه رييس عبدالله عبدالله له خولې ليکلي: ((افغانستان يواځې د حرمينو الشريفينو د ساتلو لپاره له سعودي ملاتړ کوي.))

بلخوا د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي نن په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال له سعودي عربستان څخه د افغانستان د ملاتړ په اړه وويل چې دوى د کورنيو چارو وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رهبرۍ تابع دى.

هغه زياته کړې: ((افغانستان له سعودي عربستان څخه خپل پيوستون او له حرمينو څخه خپل ملاتړ اعلان کړى، ټول اسلامي هېوادونه بايد د افغانستان د دريځ ملاتړ وکړي.))

د يادونې ده، د کورنيو چارو وزير علومي په حکومت کې د اجرائيه رياست له خوا وزير ټاکل شوى دى.

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهانو هم د حکومت پر دغه دريځ نيوکه کړې او وړانديز يې کړى چې افغانستان بايد په دغو حالاتو کې ځان بې پلوه ساتلى واى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *