د افغانستان حکومت د یمن او سعودي عربستان په جګړه کې له عربستانه ملاتړ کړی دی. افغان حکومت ویلي، که عربستان ته هرډول ګواښ متوجه شي د افغانستان دولت او خلک به د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

ارګ په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان دولت د علماو د شورا له غړیو، له روحانیونو، سیاسي مشرانو او جهادي مشرانو سره په دې برخه کې سلا مشورې کړي دي او د افغانستان دولت او خلک له سعودي عربستان سره نژدې ژورې دیني او تاریخي اړیکي لري، نو په عربستان کې د مقدسو ځایونو دفاع د هرمسلمان دنده ده.

د جمهوري ریاست اعلامیه زیاتوي چې د ملي امنیت په شورا کې له سلامشورو وروسته پریکړه وشوه چې د سیمي سوله او امنیت خورا مهم دی او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادو ترمنځ باید د ورورۍ فضا رامنځته شي چې د دې لپاره افغانستان خپلې هڅې کوي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې بیا ویل شوې دي چې د افغانستان دولت او خلک په ټول ځواک، د هرراز ګواښ په موجودیت کې د عربستان د مسلمان ورور هېواد ترڅنګ ولاړ دي.

له تیرې پنجشنبې راهیسې د عربستان په مشرۍ د فارس خلیج عربي هېوادونو او په افریقا کې مصر او سودان په یمن کې پرحوثیانو بمباري پیل کړې ده.

حوثیان چې د یمن د پخواني ولسمشر علي عبداله صالح ملاتړ ورسره دی پر مرکز صنعا واکمن دی او په وروستیو کې د یمن ولسمشر عبد ربه منصورهادي له صنعا، عدن ته وتښتید او له عدن څخه عربستان ته ولاړ.

ریاض وایي چې په یمن کې د عبد ربه منصور هادي په مشرۍ د مشروع حکومت ملاتړ کوي.

د ارګ په اعلامیه کې د عبد ربه منصور هادي نوم نه دی اخیستل شوی، خو په یمن کې قانوني حکومت حمایت شوی دی.

بل لور ته ایران له عربستان څخه غوښتي دي چې په یمن باندې له بمباري سمدستي لاس اخلي او ګڼ عربان تهران ملامتوي چې د حوثیانو حمایت کوي. د افغانستان بل ګاونډي، پاکستان بیا د یمن په جګړه کې د عربستان د ملاتړ اعلان کړی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *