ملګرو ملتونو په عدن ښار کې د ملکي کسانو د تلفاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده

له دې سره چې پر يمن د عربستان بريدونه دوام لري. خو حوثيانو په عدن ښار کې پرمختگ کری دی په عدن ښار کې، د حوثيانو او تښتيدلي ولسمشر د پلويانو ترمنځ له څو ورڅو راهيسي نښتې روانې دي، چي تراوسه يې له امله په سلگونه کسانو ته مرگ ژوبله اوښتي ده.

ملگر ملتونو او يو شمير نور بنسټونو په دې هيواد کې د ملکي تلفاتو په هکله انديښنه څرگنده کړې.

نريشن ……

د یمن په ستراتیژیک عدن ښار کې، د حوثیانو او تښتیدلي ولسمشر منصور هادي د پلویانو ترمنځ نښتې روانې دي او په دې ښار کې د ملکي کسانو د تلفاتو شمیره مخ په لوړیدو ده. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، په عدن ښار کې حوثیانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د پلویانو ټانکونه د ښار مرکز ته نږدې شوي دي او اوس د شار د مرکز په نیولو بوخت دي .

همدارنګه د بې پولې ډاکټرانو ویلي، تر اوسه د عدن مرکزي روغتون ته له پنځو سوو ډیر ټپیان راوړل شوي دي او په دې ښار کې چارواکیو ویلي: له څو ورځو راهیسي یو سل شلو کسانو په دې ښآر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د عدن ښار اوسیدونکي له دې ښاره د وتلو په حال کې دي چې یو شمیرو یيد بیریو په وسیله د عدن خلیج له لارې جیبوتي ته ځانونه رسولي دي.

ملګرو ملتونو په یمن کې د ملکي تلفاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې او ددې بنسټ د بشر حقونو څانګې خبرداری ورکړی چې په یمن کې کړکیچ د رامڼځ ته کیدو په حال کې دی. په داسې حال کې چې پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه اتمې ورځې ته رسیدلي، خو تر اوسه هم دې بریدونو د حوثیانو د پرمختګ مخنیوی نه دي کړې او په دې برخه کې پاتې راغلي دي.

د منصور هادي د بهرنیو چارو وزیر(ریاض یاسین) د حوثیانو د پرمختګ په هکله خبرداری ورکړی ویلي یي دي: اصلي ستونزه د پخواني ولسمشر د علي عبدالله صالح له لوري رامنځ ته شوې ده نه د حوثیانو له خوا.

همدارنګه د حوثیانو کمیټې یوه غړي ویلي: عربستان د حوثیانو په مشری د ایتلاف د شنلو هځه کوي. په ورته حال کې دصنعا په ګډون د یمن په بیلا بیلو ښارونو کې پر یمن د عربستان د بریدونو پر وړاندې لاریونونه روان دي او لاریون کونکو له نړیوالې تولنې غوښتې ترڅو د عربي بریدونو مخنیوی وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *