له دي وروسته به په کابل ښار کي له کچي د ډيرو بار وړونکو موټرو مخنيوی جدې شي.

د کابل شارووالي مرستيال خوزمن علومي ويلي د کابل شار ته په داخليدونکو ورونو کي د مالونو د تخلييي خايونه رامنخ ته شوي او له دي سيمي به د کوچونيو موترو په وسيله دا بارونه کابل شار ته راورل کيزي.

د کابل ښاروالي وایي: په کابل شار کې د ډير باروړنکو موټرو د مخنیوي د کنترول لپاره به د پولیسو او دې ادارې کارکونکو د څارنې کچه لوړه شي. خوږمن علومي ویلي، په لوړه کچه د بار وړونکي موټر د کابل ښار واټونو د ویجاړیدو لامل ګرځي او د مخنیوي لپاره به یي د حکومت له لوري رامنځ ته شوی پلان په جدي توګه پلی شي.

ښاغلي علومي ټینګار کړی، کابل ښار ته د ودانیزو توکو د راوړلو لپاره هم کچه په پام کې نیول شوې ده. دوی له ترانسپورتي او امنیتي مسئولینو څخه په جدي تګه غوښتې ترڅو ددې پلان په پلي کولو کې همکاري وکړي.

په تیرو څوارلسو کلونو کې، د هیواد په بیلا بیلو برخو په څانګړې توګه د کابل په ښار کې ډیری واټونه رغول شوي خو پر دې واټونو په لوړه کچه د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دا واټونه په لنډه موده کې ویجاړ کړي دي.

همدارنګه کابل ښاروالی نن په دیارلسمه ناحیه کې، یوه ټول ګټه پروژه ګټې اخستنې ته وسپارله. ددې پروژې په کړۍ کې ځینې واټونو، کوڅو، ویالو او پلچکونو رغاونه شامله وه، چې لګښت یي اته سوه زره ډالرو ته رسیږي. له بلې خوا په دیارلسمه ناحیه کې د یوې بلې پروژې کار پیل شوی دی چې له مخې به یي د کوڅو او ویالو رغاونې ته دوام ورکړل شي. ددې پروژې لګښت شپږ سوه زره امریکایي ډالره ښودل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *