په وردګو ولایت کې اولس وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت په ځينو امنيتي پېښو کې ١٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي ویلي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د دايميرداد ولسوالۍ انتن پوستې ته څېرمه د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته وشوه.
هغه زياته کړه چې د دې نښتې په ترڅ کې يو وسله وال مخالف وژل شوى او يو بل ټپي دى.
دى وايي، په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو د چک ولسوالۍ په عليشه سيمه کې هم عمليات
ترسره کړي چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان عبدالغفار چې مشهور په ملنګ و، هم وژل شوی او همدا راز د مخالفينو درې موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي .
د هغه په وينا، په يادو نښتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.