ولسمشر د ملګرو ملتونو له لوی منشي سره د افغان سولې په هکله خبرې کړي دي

ولسمشر اشرف غني امريکا ته د خپل سفر پر مهال د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره وليدل.

ولسمشر غني د خپل سفر په وروستۍ ورځ پرون له واشنګټن څخه نيويارک ته سفر وکړ او د ملګرو ملتونو په مقر کې يې  ددغه سازمان له سرمنشي بانکي مون سره په بېلا بېلو موضوع ګانو خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې دواړو مشرانو د افغانستان پر امنيت،سولې او نورو پرمختګونو بحث وکړ.

سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال بانکي مون د سيمې هېوادونو سره د  افغانستان د پرمخ ښه کېدونکو اړيکو او سوداګريزو چارو  په پراختيا خوښي وښودله.

د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان مقر ته د اشرف غني دا لومړى سفر و.

په خبرپاڼـه کې راغلي چې دغه راز ددې ليدنې پر مهال په افغانستان کې د بشري مرستو، کډوالو او بې ځايه شويو خلکو پر ستونزو هم خبرې وشوې .

سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو سرمنشي يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې پر مخ بيولو باندې ټينګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ددې ليدنې پر مهال يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې ملګري ملتونه به د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته ادامه ورکړي.

بلخوا له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د سازمان پر ملاتړ باندې د ټينګار په ترڅ کې ولسمشر غني ته وویل چې ستاسو ځواکمنه رهبري د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره له هيلو ډکه ده.

سرچينه کاږي، ولسمشر اشرف غني له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د دوامدار ملاتړ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې ددوى له همکاريو مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د سولې د روان بيیر په باب بانکي مون ته معلومات ورکړل، او وي ويل چې د سولې د ټینګښت لپاره يې لومړیتوب دا دی چې لومړی د دولتونو ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره زمينه برابره او بيا له طالبانو سره روغه جوړه وشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *