ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې په راتلونکو څو اوونيو کې پيلېږي.

عبدالله دغه څرګندونې امريکا ته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغان پلاوي د سفر په پاى کې  واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

خو هغه په ډاګه کړې، چې د سولې د خبرو اترو پيلېدل په دې مانا نه دي چې دابه په نږدې وختونو کې په عمل کې هم ثابت شي.

هغه زياته کړه : (( که څه هم تر اوسه دسولې خبرې اترې نه دي پيل شوې، خو موږ هيله من  يو چې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.))

اجراييه رييس وويل چې اوس مهال د سولې د خبرو لپاره د ځاى ، نېټې او د پلاوي پر ټاکلو خبرې نه دي شوي.

 عبدالله هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د سولې خبرې اترې پيل شي.

هغه وايي، چې د سولې د خبرو اترو پيلېدل په دې ما نه دي، چې دا به ژر تر ژره عملي هم شي او سوله به رامنځته شي.

ده زياته کړه، چې لومړى به پروسه پيلېـږي، وروسته به بيا معلومه شي، چې دا پروسه څه ډول پرمخ يوړل شي.

نوموړي په ټينګار سره وويل چې د سولې په خبرو اترو کې به ښځو ته هم ونډه ورکول شي .

ډاکټر عبدالله هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې وسله والو طالبانو د اوو  اتو ولايتونو غوښتنه کړې او دا يې تشې اوازې وبللې.

هغه زياته کړې چې دا ډول خبرې د يوه هېواد د ثبات او د سولې د پروسې د برياليتوب لپاره ګټورې نه دي.

اجراييه رييس يو ځل بيا وسله والو طالبانوسره دسولې د خبرو لپاره شرطونه کېښودل او په ډاګه يې کړه، چې هغوى بايد له تاوتريخوالي لاس واخلي، له ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي، او د افغانستان اساسي قانون ومني.

دى وايي : (( طالبان بايد خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له سياسي لارې د قانون په چوکاټ کې مبارزه وکړي.))

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *