د سعودي عربستان جنگي الوتکو، د امريکا په اسختباراتي او لوژيستکي مرستي سره د يمن په پلازمينه هوايي بريد کری. په واشنگټن کي د سعودي عربستان سفير ويلي، هيواد يي د ملاتړو هيوادونو په ملتيا او د يمن ولسمشر منصور هادي په پلويتوب، پوځي عمليات پيل کړي دي . خو د حوثيانو غورځنگ د سعودي عربستان د تير شپې بريد د يمنيانو پر وړاندې د جگړې اعلان ښودلی ويلي يي دي، په دي بريد کي د ملکي کسانو په گدون په لسگون کسان وژل شوي دي.

د سعودي عربستان جنگي الوتکو پر يمن تيری کری او په پلازمينه کي يي د ولسمشری ماڼۍ او د دليمي پوځي مرکز بمبار کړی دی. د حوثیانو غورځنګ چې د یمن پلازمینه ددوی په واک کې ده، ویلي: په دي هوایي برید کې د ملکي کسانو په ګډون په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د صنعا اوسیدونکو ویلي، د چاودونو ویرونکي غږونه یي اوریدلي او خلک اندیښمند شوي دي. د حوثیانو دلې د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره، پر دی هیواد هوایي بریدونه د یمنیانو پر وړاندې د سعودي عربستان د جګړې اعلان ښودلي. همدارنګه په واشنګټن کې د عربستان سفیر( عادل جوبیر) خبریالانو ته ویلي، دوی او ددوی ملګرو هیوادونو په یمن کې د ولسمشر عبدروبه منصور هادي په ملاتړ پوځي عملیات پیل کړي دي. ده ویلي، ” زه تاسو ته مالومات درکوم چې سعودي عربستان په یمن کې پوځي عملیات په لاره اچولي چې موخه یي د هادي منصور په مشری د یمن له قانوني دولت څخه دفاع کول ده، له هغه حکومته چې د حوثیانو له لوري نسکور شوی دی. له زوره کار اخستل تل د هڅو وروستی نتیجه وي او مونږ په ډیرې خواشینی سره د خپلو خلیج فارس همکاری شورا په ملتیا دا بریدونه پیل کړي دي او په دې عملیاتو کې له لسو ډیر هیوادونه ګډون لري.”

له دې سره ویل شوي چې د (عدن) ښار په شمالي هوایي مرکز کې هم درنې چاودني شوي دي، په هغه مرکز کې چې د حوثیانو له لوري نیول شوی و. د خلیج فارس همکارې شورا له عمان هیواد پرته د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، په یمن کې یي د حوثیانو پر وړاندې پوځي مداخله ددې هیواد د ولسمشر(منصور هادي) په غوښتنه عملیات پیل کړي دي. په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر ویلي: اوس مهال عملیات یواځې هوایي دي او د پرختګ لپاره یي پلانونه تر لاس لاندې نیول شوي دي. جوبیر زیاته کړې، په یمن کې د پوځي عملیاتو په هکله له امریکا سره هم خبرې شوي ډي. همدارنګه د امریکا امنیت شورا یوه غړي ویلي، واشنګټن په دې عملیاتو کې په نیغه توګه مداخله نلري، خو ولسمشر اوباما په دې عملیاتو کې د خلیج فارس له همکارې شورا د استخباراتو او لوژیستیک په برخو کې د مرستی او همکاری سپارښتنه کړې ده. سیاسي کارپوهان په دې آند دي، چې په یمن کې د سعودي عربستان له لوري عملیات په سیمه کې د ولسي پاځونونو د مخنیوي په موخه پیل شوي ډي. سعودي عربستان مخکې له دې هم بحرین ته د ځواکونو په استولو سره، پاځون کونکي ځپلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *