د پخلايني خبرو اصلي لوری طالبان نه، بلکې پاکستان دی. ولسمشر له دې سره ويلي، په تيرو ديارلسو کلونو کې پاکستان له افغانستان سره په نه اعلان شوې جگره بوخت دی، دوی له دې سره د طالبانو او ترهگريزو ډلو په توپير ټينگار کړی دی. ولسمشر د واشنګټن ډي سي دسولې په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال ویلي: د ستونزې د هواری لپاره، لومړی باید د ستونزې ځرنګوالی او مقابل لوری وپیژندل شي. دوی ویلي د افغاني سولې په بهیر کې اصلي اړخ طالبان نه، بلکې پاکستان دی چې په تیرو دیارلسو کلونو راهیسي، له افغانستان سره په نه اعلان شوې جګړه بوخت دی. ښآغلي اشرف غني ټینګار کړی، چې پاکستاني لوري هم دا موضع منلې ده. له دې سره ولسمشر د خپلو خبرو په لړ کې ویلي: افغانستان او پاکستان باید د حاکمیت درلودونکو هیوادونو په توګه یو بل ومني او یواځې په دې سره، په ګډ وډي کې د سیمې د ډوبیدو مخنیوی کیدای شي. ولسمشر د خبرو په بله برخه کې د طالبانو او ترهګرو ترمنځ په توپیر ټینګار کړی ویلي یي دي، باید د طالبانو او ترهګرو ترمنځ توپیر په پام کې ونیول شي. ښاغلي غني د داعش په هلکه هم ویلي، دا ډله څو اړخیز اړخونه لري. ددوی په وینا داعش د خپلو سیالو ډلو د له منځه وړلو، په وده کې د پرمختګ او د مالي سرچینو پیاوړتیا ته لیواله دي. دوی له داعشه د سرطان ناروغۍ په ډول یادونه کړې چې جهش لري او خیز وهي. ښآغلي غني په افغانستان کې د داعش د پلویانو د شمیرې په هکله څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یي ده چې، په افغانستان کې د دې ډلې له لوري د سرتیرو جذبولو ته لاره هواره ده. ولسمشر د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د سیمه ایزو او نړیوالې همکارۍ په رامنځ ته کیدو ټینګار کړی، چې ددوی په وینا، دا همکاری د سیمې اقتصادي برخې ته هم وده ورکولای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *