په غزني ولایت کې د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو د وسلو دوه ساتنځایونه کشف شوي دي

د ملي امنیت لوی ریاست کارکونکو په غزني ولایت کې د حقاني شبکې د وسلو دوه ساتنځایونه تر لاسه شوي دي.

د خاور میانه د ریپوټ پر بنسټ، دا دوه ساتنځایونه، د غزني ښار په پښتون آباد سیمه اواندړو ولسوالی دچهاردیوال په سیمه کې کشف شوي دي.

د وسلو دا ساتنځایونو د حقاني شبکې قومندان(مولوی اسمعیل) د وسله والو اړوند وو

د ملي امنیت له لوی ریاست څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مځې، له دې ساتنځایونو څخه درې میله راکټ اندازونه، له پنځه ویشتو مرمیو سره، دوه میله کلاشنکوفونه، یو میل ګرینوف، یو میل پنځه ډزی، یو میل کربین، د موټرو ضد دیارلس کړۍ ماینونه او ځينې چاودیدونکي توکي هم تر لاسه شوي دي. ملي امنیت ویلي د وسلو دې ساتنځایونوپه تر لاسه کیدو سره د څو ترهګریزو بریدونو مخنیوی شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *