محمد عبدالباسط: غربي نړۍ دې د اسلام پورې د ترهګرۍ د تړلو څخه ډډه وکړې

د پاکستان د سیاسي تحقیقاتو د موسسې رئیس په هغه سمینار کې چې د ترهګرۍ او تکفیر په وړاندې د عرفان،تصوف او دیني علماوو د نقش د لرلو لپاره جوړ شوی وو، وویل چې غربي نړۍ دې د اسلام پورې د ترهګرۍ د تړلو څخه ځان وساتي ځکه چې حقیقي اسلام د ترهګرۍ سره هیڅ اړیکه نه لري.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور په اساس د پنجشنبې په ورځ د پاکستان مختلفو سیاسي،ټولنیزو او مذهبي څیرو په هفه سمینار کې چې دتکفیر د پدیدې او ترهګرۍ په مقابله کې د عرفان،تصوف او دیني علماوو د رول په اړه په ځانګړي ډول د یوې دوامدارې او امن لرونکي ټولنې دجوړولو او د سولې او دوستې په اړه خبرې وکړې.
د اسلام اباد د سیاسې څیړنو د موسسې رئیس محمد عبدالباسط په دغه سمینارکې وویل:لازمه ده چې د ترهګرۍ ریښې باید په دقیق ډول د مطالعې لاندې ونیسو.
عبدالباسط هغه فکر رد کړ چې پکې دین د سیاست څخه جلا ګڼل کیږي او ویي ویل د اسلام مبارک دین مونږ ته د عدالت پر اساس د حکومت دارۍ طریقه او د نورو عقایدو او نظریاتو ته درناوې را زده کړی دی.
دا په داسي حال کې ده چې د ایدویولوژۍ شورا هم د مسلمانانو پر وړاندې د غربي هیوادونو د توطئیو په مقابل کې د هوښیارۍ د تاکید کولو ترڅنګ ویلي دي:لویدیځ د خپلو انحصاري رسنیو څخه په استفادې سره هڅه کوې تر څو نړۍ ته د اسلام څیره بده معرفي کړي په داسې ځایونو کې د هر مسلمان وظیفه ده چې د اسلام ریښتینی پیغام یعني سوله او دوستې نړیوالو ته ورسوي.
علامه افتخار حسین نقوي وویل: د هغه څه برعکس چې په غرب کې ویل کیږي چې اسلام په توره سره په نړۍ کې پراختیا نه شي موندای،بلکه د نړۍ خلک اسلامې الهې روح د پیژندلو ترڅنګ دې دین ته راوړې او دغه لاره به تل دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *