مزاری؛د مبارزې ،عدالت غوښتنه او استقامت بیلګه

استاد عبدالعلي مزاری په ۳۰ هجري شمسي لسیزه کې په بلخ کې پیدا شو او کلې یې د چارکنت نانوایي نومیږي،پلار یې د زراعت مسلکي وو هغه خپل ماشومتوب د ظاهر شاه او داود خان د پاچاهۍ په دوران کې تیر کړی وو،پوره وخت وو چې د هزاره جات خلکو د ابراهیم خان شهرستاني چې په ګاوسوار مشهور وو په مشرۍ لوې پاڅون په لاره اچولی وو،سید اسماعیل بلخي چې په علامه بلخي مشهور وو هم د خپلو ملګرو سره یوځای وسله وال پاڅون شروع کړی وو.
شهید مزاري په بامیانو کې د وحدت ګوند جوړ کړ دغه ګوند هم د هغه وخت د پیاوړي ګوندونو څخه وو،کابل ته د مجاهدینو د داخلیدو څخه وروسته هغه کابل ته راغی او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ،د عدالت غوښتنې د مبارزې په سبب چې ده خپلو خلکو لپاره لرله هغه ته یې” د بابه” لقب ورکړ او هغه د قوم مشر او د یو ملت تصمیم نیونکی شو.
بابه مزاری د کارونو په مبارزه او حق غوښتنه کې د ټولو هزاره ګانو او د افغانستان د خلکو مشر دی او د هزاره ګانو صف ته د حق غوښتنې لپاره دده د راتګ هرکلی وکړ او د نورو قومونو د حقونو د غوښتنې لپاره رڼا شوه چې دظلمونو لاندې یې ملاګاني کږي شوي وي،دغه پاڅون ددې لامل شو چې د ظلم دیوال څو پیړۍ مات کړي.
که چیرته مزاری نه وای؟
الله تعالی چې کله په یوه قوم مهرباني وکړې د هغې د را ویښولو لپاره یو کس رالیږي چې حق حقدار ته ورسوي او مزاری هم ددغه شان فصاحت لرونکو څیرو یوه برخه وه چې وتوانیده د څو پیړیو وروسته یې د هزاره ګانو حق د فاشیزم او ظالمانو له ستوني څخه راوباسي او هغوې ته یې ورکړي،او هماغه وو چې هزاره قوم حق وپیژانده او د حق غوښتنه یې زده کړه،الله تعالی ددوې له منځه بابه واخیست او لاړ….
مګر د یوې شیبې لپاره څو شاته لسیزو ته ستنیږو او فرض کوو چې که چیرته مزاری نه وای د شولګرې نه تر بامیانه او بامیانه تر کابله به د عدالت غوښتنې دا غږ نه وای پورته شوي او په دې نه توانیدل چې دا انګازې څو نورو هیوادونو ته هم لاړي شي او د هزاره ګانو او نور ملتونو د ظلم لاندې شاه ګاني کږي شي.
مزاری په یوه تاریخې شیبه کې راغی او د ټولو تیریو او ظلمونو په مقابل کې یې نه وویل او بیرته لاړ،د هغه دغه راتلل او بیرته تګ یواځې مونږ ته دا درس راکوي چې د حق لاسته راوړولو غوښتنه نه کول ظلم دی.
استاد عبد العلي مزاري حق ته په رسیدو کې هیڅ راز هڅې نه دي سپمولي او د عمر تر وروستیو شیبو پورې یې د خپل ځان وطن او خپلو خلکو لپاره مبارزه کړیده،بالاخره د لوګیو،باروتو د کلنو په یوه توره ورځ هغه شهید شو.
مګر د مزاري نه وروسته هزاره ګانو د هغه لار نیولي ، دغه لاره تل د ملاتړ څخه ډکه ده او د تل لپاره ددې قوم له ستوني څخه د عدالت غوښتنې غږ پورته شوی دی.
د تبسم جنبش څخه نیولي تر روښنایي جنبش پورې ټول همدا خلک وو چې د بااستعداده،مدني او ماډرن ټولنې انځور یې نندارې ته وړاندې کړ او په هر ځای کې چې د بابه مزاری د جګړو نسل او له هغې پاتي شوي خلک شتون لري هلته د علم مهد،تمدن او د عدالت غوښتنه ده،استاد مزاري په راتګ سره خلکو ته دغه درس ورکړ.
په وروستۍ برخه کې باید وویل شي چې هزاره قوم چې اوس هرڅه لري د بابه مزاري د عدالت غوښتنې د مبارزې له برکته دي،دغه سړي په راتګ سره دغه معادلې له منځه ویوړلې او خپل راتلونکی یې پخپله ولیکو او پخپله یې د یوه قوم راتلونکی،د یوه ملت او څو نسلونو لپاره ولیکو.
ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *