په مومندره کې نا معلومو وسله والو د ايمل خان لېسې کتابتون او درسي خونې سوځولي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې تېره شپه شاوخوا نهه بجې نا معلومه وسله وال ايمل خان لېسې ته ننوتلي او په ډېرې بې رحمۍ سره يې يادې لېسې ته اور ورته کړی دی.
د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د يادې لېسې کتابتون او دوه خونې سوځيدلي دي.
د خوګیاڼي پروینا سيمې ته له تورخم ښارګوټي څخه پر وخت د اور وژنې ډلګۍ رسيدلې، چې په کم وخت کې يې اور وژلی او د نورو زيانونو مخه يې نيولې ده.
په دغه ښوونځي کې په دوو جلال وختونو کې سلګونه هلکان او انجونې په زده کړو بوخت دي.
د علم او پوهې دښمنان، چې تل هڅه کوي افغانان په تيارو کې ډوب وساتي دا ډول پېښې رامنځته کوي.
په ښوونځيو کې د عصري زده کړو سربيره ديني زده کړې هم ورکول کيږي، چې په هر ښونځي کې لسګونه جلده قرانکريم او نور بېلابېل ديني کتابونه شتون لري.
د دې پیښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *