له اوباما سره د ملي یوالي حکومت د مشرانو مخه ښه

جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبداله د چهارشنبې په ماښام د امریکا د جمهوررئیس باراک اوباما سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه سره مخ ښه کړې ده.

د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان ویل شوي، چې په پيل کې د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما جمهوررئیس غني، اجرائیه رئیس عبدالله او افغانانو سره په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو له امله ژوره خواخوږي څرګنده او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل.

جمهوررئیس اوباما د امریکې او افغانستان د مشرانو ترمنځ نږدې همکاري د قدر وړبللي او د قانون حاکمیت په پلي کیدو او له فساد سره مبارزه کې يې د افغانستان د مشرتابه هڅې ستایلې دي.

دا بیان وایي، جمهوررئیس غني له جمهوررئیس اوباما څخه له دې امله چې د افغانستان دولت او خلکو سره یې غمشریکي وکړه، د مننې تر څنګ په تېرو اتو کالو کې د هغه د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره په بېلابېلو برخو کې خپله د بارک اوباما د دوامدارې همکارۍ څخه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب مننه او قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، د افغانستان په امنیتي او انکشافي برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د تخنیکي او مالي ملاتړ په هکله د بارک اوباما سټراټيژیکو تصامیمو او همدارنګه تروریزم سره مبارزه او د هېواد په دفاع کې د هغوی مرستو کلیدي او حیاتي رول درلود.

جمهوررئیس غني وویل”د دووو دولتونو او ملتونو ترمنځ د سټراټيژیکو اړیکو په ایجاد کې ستاسو نقش د بنیادي اړیکو بنسټونه ايښي دي، چې تر اوږدو لسیزو به همداسې ټینګ پاتې شي له همدې امله د افغانستان خلک په دغه ډګر کې ستاسو د رهبرۍ قدرداني کوي او تل به یې په یاد وي”.

د بلې خوا د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیره شپه د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما سره د ټیلیفوني خبرو له لارې مخه ښه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *