د طالبانو له لوري په روان کال کې لس خبریالان وژل شوي دي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، تیر کال په دغه هیواد کې ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.

دغې کمیټې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۱ پیښې ثبت کړي او افغانستان یې د خبریالانو لپاره خطرناک ځای بللی دی.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رئيس نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ د رپوټ د جزئياتو د خپرولو پر مهال وویل، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د وژل شوو خبریالانو له شمیرې لس تنه یې د وسله‌والو طالبانو له خو وژل شوي او د دریو نورو د وژنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دغې کمیټې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پیښې ثبت کړې وې، خو ښاغلي شریفي وویل، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښو کچه ۳۸ فیصده زیاته شوې ده.

هغه وویل ” په دغه کال کې ۱۳ خبریالان وژل شوي او د تاوتریخوالي ۸۸ نورې پیښې شوې دي. طالبان لږ تر لږه د وژنې د لسو پيښو مسول دي، ۳۰ پیښې د وهلو ډبولو، ۳۵ پیښې د ګواښ، ۶ پیښې د ټپي کیدو، ۱۷ پیښې د سپکاوي، تحقیر او ناوړه چلند ثبت شوي دي.”

وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلې، خو دغې ډلې د تیر کال په جنوري میاشت کې د موبي ګروپ د عملې پر موټر د برید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ۲۰۱۶ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پیښو ۵۰ فیصده مسولیت د افغان دولت، ۲۰ فیصده د وسله‌والو طالبانو او ۱۴ فیصده د ناپیژانده کسانو په غاړه اچولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *