له امریکا څخه د افغانستان غوښتنه

له امریکا څخه د افغانستان غوښتنه

اجرايي ريس عبدالله عبدالله  د امريکايي ځواکونو له قومندان جنرال جوزف سره په ليدنه کي په دوه زره اولسم کال کي له افغان سرتيرو سره د نړيوالو ځواکونو د ډيرې مرستي غوښتنه کړې ده

د عبدالله په وينا د افغان سرتيرو په ليکو کي جورښت پيل شوی او امريکا بايد ددي بهير تر بشپړيدو له افغانستان سره مرسته وکړي

اجرايي ريس په دي ليدنه کي د هیواد هوایي ځواکونو لاسته راوړنې ته په نغوتې سره ویلي، په نوي کال کې به دا لاسته راوړنې ډيرې شي. د امریکایي ځواکونو قومندان له افغان امنیتي سرتیرو د ملاتړ تر څنګ ویلي، سیمه ایز هیوادونه باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

جنرال جوزف په داسې حال کې له افغان امنیتي سرتیرو د ملاتړ ډاډ ورکړی چې د ټرامپ له لوري  د دفاع ټاکل شوي وزیر ویلي چې د دندې پر پیلولو سره به پر پاکستان فشار راوړي ترڅو له هغه ډلو سره همکاري پای ته ورسوي کوم چې په افغانستان کې د امنیت پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي.

ماټیس تیره اونۍ د امریکا ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې وویل، په پاکستان کې د ترهګرو ځالې لویه ستونزه ده چې د افغان سرتیرو پر وړاندې شتون لري. له دې سره دې تقاعد شوي امریکايي جنرال ویلي، په پاکستان کې د افغاني طالبانو د مرکزونو شتون او د پولې له پورې غاړي ددوی تګ راتګ هغه مهمه مسله ده چې افغان سرتیري یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

له دې سره چې ټرامپ په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د افغانستان په هکله څرګنده پلان ندی په ډاګه کړی خو له امریکایي جنرال سره عبدالله عبدالله د لیدنې پر مهال له دوی څخه غوښتي ترڅو له افغان امنیتي سرتیرو سره همکاري ډیره کړي په ځانګړې توګه هوایي برخې ته تر ډيره پاملرنه وکړي.

اوس مهال په افغاسنتان کې نهه زره  اته سوه امریکایي سرتیري شتون لري او تر اوسه دا نده روښانه چې د امریکا نوی ولسمشر به په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو او د افغانستاان په هکله څه ډول پلان ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *