د غزني امنيي قومندان په دي ولايت کي سيمه ايز پوليس د وسلو او نورو پوځي وسايلو په پلورولو تورن کړي

د غزني امنيي قومندان په دي ولايت کي سيمه ايز پوليس د وسلو او نورو پوځي وسايلو په پلورولو تورن کړي ويلي يي دي، چي ډيری دا سرتيري خپلو دندو ته نه حاضريږي خو د قرباغ سيمه ايزو پوليسو مسولين دا ادعا ردوي

د غزني امنیه قومندان دا مسله د قرباغ ولسوالی د یو شمیر اوسیدونکو او د سیمه ایزو پولیسو د قومندان په شتون سره یاده کړې ویلي یې دي، له نورو امنیتي برخو سره د سیمه ایزو پولیسو نه همغږي، خپلو دندو ته د ډيریو سرتیرو نه حاضریدل او ددوی له لوري د وسلو او نورو پوځي توکیوو پلورل هغه ستونزې دي چې د سیمه ایزو پولیسو په لیکو کې شتون لري. دوی ویلي قرباغ ولسوالی له ډيریو دا ډول ستونزو سره مخ ده.

خو د قرباغ دښتې په لاره کې د سیمه ایزو پولیسو د محمد ناصر په نامه یوه قومندان دا ادعاوې ردکړې ویلي یې  دي، په دې ولایت کې امنیتي سرتیري د خپل منځیو اختلافاتو له امله همغږي نلري او داسې ریپوتونو ته مخه کوي چې ریښتینې ندي.

د غزنی ولایت اتلس ولسوالۍ لري او په ډيریو ولسوالیو کې سیمه ایز پولیس فعالیت لري. د پورتنیو ستونزو په هکله مخکې له دې هم ځینې شکایتونه اوریدل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *