د تيرې مياشتې په يوسل اوه ويشتو بريدونو کي 1359 کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده

د تيرې مياشتې په يوسل اوه ويشتو بريدونو کي ۱۳۵۹ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده  له دې داسي ښکاري چي د تيرو  مياشتو په پرتله د تلفاتو کچه نهه پنځوس  او ځلور ديرش سلنه هم په بريدونو کي کمښت راغلی دی

د یوې څیړنې له مخې د  نوامبر په میاشت کې د هرو لسو وژل شویو کسانو څخه دوه کسان یې په ځآنمرګو او پاتې نور په وسله والو بریدونو کې وژل شوي  دي. د مالوماتو له مخې له دې نیمایي بریدونه په ننګرهار، ارزګان، فاریاب، کابل او بلخ ولایتونو کې تر سره شوي دي او پاتې نور بریدونه د هیواد په پنځه ویشتو ولایتونو کې تر سره شوي.

د دې څیړنې پر بنست په تیرو دوه میاشتو کې ډيری بریدونه په  ننگرهار، هلمند، جوزجان، قندهار او فارياب ولایتونو کې رامنځ ته شوي او مسولین د بریدونو د کمښت لامل د ژمي او سړې هوا را رسیدل بولي په داسې حال کې چې هر کال د هوا په سړېدو سره د د بریدونو کچه تر ډیره ټیټیږي، خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي د سړې هوا له را رسیدو سره د بریدونو د کمښت یو لامل هم دا دی چې په تیرو میاشتو کې افغان سرتیرو د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو درانه بریدونه تر کړي دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *