ښځه او کورنۍ پکار دي د تېر وخت په نسبت زيات فعال کردار ادا کړي

د مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر وويل: ښځه او کورنۍ پکار دي د تېر وخت په نسبت زيات فعال کردار ادا کړي او د وحدت په اړه او له تکفيري ډلو سره د مقالې لپاره مناسبې لارې چارې پېدا کړي.

آيت الله محسن اراکي د اسلامي وحدت دېرشم کانفرنس ترڅنګه د تهران په آزادي هوټل کښې د ښځې او کورني د کمېشن په غونډه کښې چې پکښې له مختلفو هېوادونو څخه د مختلفو مذهبونو مسلمانو ښځو په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړ په خپله وېنا کښې وويل: اميد لرم چې په هغو هېوادونو کښې چې د مسلمانانو چارو ته اهميت ورکوي د مسلمانو ښځو د نړيوالې اتحاديې د پرله پسې غونډو په جوړېدو سره به دا کمېشن خپل فعاليتونه زيات کړې شي او هغو هدفونو ته به ورسېدې شي چې اسلام پرې تاکيد کړے دے.
اراکي په هغو زياتو ارزښتنو باندې په تاکيد سره چې خداے پاک يې د ښځې لپاره قائل شوے دے او همدارنګ په اجتماعي، سياسي او فکري ډګرونو کښې د مسلمانې ښځې په رول باندې په تاکيد سره وويل:
د خداے د ګران رسول (ص) پاک او بزرګوار خاندان کولې شي د کورنيو ترمېنځ د مسلمانانو لپاره يوه نمونه او بېلګه مطرح شي. هغه وويل: په اسلامي فقهه کښې هم په کورنۍ کښې د ښځې په رول باندې زيات تاکيد شوے دے.
آيت الله اراکي په دوام کښې وويل: مونږ د مسلمانو ښځو د نړيوالې اتحاديې د وړانديزونو او نوښتونو ملاتړ کوو او اميد لروو چې د دغو تجويزونو په عملي کېدو سره به د نړۍ په سطح د هغو د مثبتو اثراتو کتونکي يوو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *