تحلیل (څیړنه) د سوریې حلب جګړه دچا په ګټه ده؟

د سوریې حلب ښار په جګړه کې د دولتي سرتیرو، ایران او روسیې برلاسي، نه یواځې د بشار اسد بلکې، د ایران او روسیې بریا هم شمیرل کیږي. په دې نیولو سره به نه یوآځې د سوریې بلکې د سیمې پر جګړې هم اغیزې پریوځي. له دې وروسته به د هر وخت په پرتله په سوریه کې د روسیې پښه تینګه شي او ایران ته هم ځواک ور په برخه کولای شي. دا په دې مانا ده که چیرې له دې وروسته څوک غواړي د سوریې په هکله خبرې وکړي نو اړ به  وي ترڅو ایران هم د خپلو ناستو ګډونوال وګڼي ځکه چې اوس مهال په سوریه کې ددې هیواد دولت او روسیې ترڅنګ ایران هم یو قدرت ګڼل کیږي. دا هغه هیواد دی چې په سوریه کې یې تر یوې کچې خپل ځواک ښودلی دی.

نو له دې مخې کیدای شي له دې وروسته که کله د نړۍ د دوه ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د سوریې په هکله خبرې کیږي دریم به یې ایران وي. په هر صورت د حلب جګړې د دولت وسله والو مخالفینو ته د ماتې اعلان وو. د حلب نیول نه یواځې د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو لپاره یو زیان وو بلکې له دې وروسته به دا اړخونه په دې هیواد کې د نورو سیاسي ډلو او حتی ترهګریزو ډلو پر وړاندې هم جګړې ته زور ورکړي او ځانونه به بریالي بولي چې په دې سره نه یواځې د دولت وسله وال مخالفین له ماتې سره مخ کیږي بلکې ددوی نړیوال نور ملاتړې به هم له ماتې سره مخ وي. د حلب ماته د سعودي عربستان، قطر او ترکیې لپاره هم ماته شمیرل کیږي ځکه چې دوی د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو څخه ملاتړ کوي او داسې ویل کیږي چې ترکیې نور د سوریې د دولت له وسله والو مخالفینو څخه ناهیلې شوې ده او له دوی سره یې تر ډيره اړیکې پرې کړې دي. عربي سکای نیوز ویلي، ترکیې په حلب  کې له وسله والو سره هر ډول لوجیستیکي او مالي مرسته بنده کړې وه او په ددې ښار په جګړه کې یې چندانې رول نه وو لوبولی.

د سوریې یوشمیر سرچینې وايي چې ددغه هیواد په شمال کې ترکیې مخکې والي درلود، خو دغه مخکې والی او تحرکات د روسيې تر څار لاندې ترسره شوي . هغه پیښه چې کولای شي ددغه واقعیت ښکارندوي وکوي چې ترکیې هم منلې د روسیې تر نظر لاندې په سوریه په ځانګړې توګه ددغه هیواد په شمال کې خپلې ګټې ولټوي.

لویدیځو رسنیو ډير د سوریې په ختیځ حلب کې د جګړو راپورونه تر خپل پوښښ لاندې نه راوستل او ددغه رسنیو ډيري تمرکز پردې وو چې په دغه جګړه ځپلې سیمه کې د دواړو لورو له لوري د ملکي کسانو مرګ ژوبله چې ددغه جګړې ښکاره انځور وو تر پوښښ لاندې راوستو. دا ددې ښکارندوی کوي چې لویدځ وال په یو ډول په سوریه کې روان واقعیتونه منلي او د خپلې ماتې په منلو سره غوره بولي چې له دغه موضوع څخه په ساده ډول تیر شي او د انساني ناورین د انځورونو په خپرولو سره لاس تر زنې کیني .

د دوی په خبره په حلب کې د روسیې او یران له پراخ او ښکاره ملاتړ سره د سورې سرتیرو بریا تر یوه ځایه پورې داسې مهال رامنځه کیژي چې د بارک اوباما دولت د خپل کار وروستۍ ورځې تیروي او سپینه ماڼۍ د یوه بل نوي ولسمشر ډونالډ ترمپ کوربه توب لوري ته روانه ده . یو شي روښانه دي چې ډونالد ترمپ د بشار اسد د حکومت ړنګولو په تړاو له کوم ځانګړی اند پرته له روسیې سره د همکارۍ پلوي دي.

نو لدې سره ویلای شو چې بارک اوباما داسې مهال حکومت راتلونکې نوي ولسمشر ته سپاري چې په یو ډول ویل کیژی سوریه یې روسیې پرې اېښې ده .

څو ورځې وړاندې په حلب کې د روسیې په ملاتړ د سورې سرتیرو د پرمختګ په تړاو امریکایی چارواکو اعلان وکړ چې د روسیې له طرحې سره یې هوکړه کړې او د جبهه النصره ډلې نه ملاتړ ردوي او لکه د روسیې په شان ورسره جګره کوي.

په داسې حال کې چې د روسانو په خبره امریکایانو هڅه کوله په خپلو  خبرو کې غوښتل چې د ملاتړ امتیاز له مسکو څخه واخلي او د حلب جګړو دا وښووده چې واقعیت یې منلي دي او د سوریې د دولت له مخالفینو سره خپلې پوځې او نورې مرستې په ټپه ودروي . خو د ویلو ده چې په حلب کې د مخالفانو مات په یو ډول د جبهه النصره ماتې هم بلل کیژي هغه ډله چې تر وروستیو د سوري سرتیرو پر وړاندې وجنګېده .

له دوی څخه ترکیه تر ډيره ځان څنډې ته  او یواځې بولي نو له دې مخې یې روسیې ته مخه کړې ده خو دې ته پّ کتو سره چې له روسیې سره د ایران او یو شمیر نورو هیوادونو په څیر اړیکې  نلري نو روښانه خبره ده چې ترکیه به د روسیې د ملګرو هیوادونو د لیکې په روستیو کې شتون ولري.

دا پّ داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د خلیج فارس هیوادونو د همکاری په شورا  کې د پخوا په پرتله تر ډيره د یواځيتوب احساس کوي ځکه چې اوس مصر  چې ددې هیواد یو نږدې ملګری وو اوس له دوی سره ندی او په ښه توګه ویني چې اوس مهال دا هیواد د روسیې ترڅنګ ولاړ دی او د  خپلو ګټو پر خلاف په سوریه کې د بشار اسد ملاتړ کوي.

دې مسلې د قاهرې او ریاض ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي. عربستان چې ځان د یمن په مسله کې ځان ښکیل بولي د هر وخت په پرتله د خپل امنیت په هکله اندیښمند دی، له دې سره چې دا ملامتیا هم پر امریکا ور اچوي ځکه چې له ریاض سره یې ژمنه کړې وه چې ایران ته به د مداخلې حق نه ورکوي خو اوس یې د منځني ختیځ له پیښو پښه ایستلې ده او عراب یې د بیلا بیلو ګواښونو پر وړاندې یواځې پریښودل.

عربستان په ډاګه وایي چې دامریکا له لوري د خیانت احساس کوي او د راتلونکې په هکله هیلې هم نلري. د امریکا په کنګره کې د جاستا قانون تصویبیدل چې ډيری برخه یې د جمهوري غوښتونکو په لاس کې ده، ددې ادعا ښکارندویي کوي. له دې داسې ښکاري چې نور نو د امریکا لپاره د سعودي عربستان تاریخ تیر شوی دی.

له همدي امله ده چې بریتانیا غواړي له خړو اوبو ګته پورته کړي او دا ډول وښیي چې که چیرې امریکا نشته دوی خو شته دي. خو عربستان په دې ښه پوهیږي چې د بریتانیا ملاتړ به تر هغې مهاله دوام ولري ترڅو چې ددې هیواد کارنخونو ته ځواکمنتیا ورکړل شي او ډيری سوداګریزې راکړې ورکړې ددوی له هیواد څخه تر سره شي.

په داسې حال کې چې د اقتصاد له اړخه هم ښه ورځ نلري. انګلستان له داسې ځانګړتیاوو څخه برخمن ندی نو له همدي مخې څرنګه چې فرانسویانو یوه سیاسي لوبه ولوبوله او وروسته یې بیا پر سعودي عربستان د وسلو د پلور له تړون څخه مخ وګرځاوه، اوس داسې ښکاري چې انګلستان هم په ورته لوبه لاس پورې کړی دی او ویل کیږي چې کیدای شي دا هم  یوه سیاسي لوبه وي چې د انګلستان اقتصاد ته تر ډيره ګټه رسولی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *