دNASA په راپور کې ویل کېږي، چې د ۲۰۱۶ز- ل کال د اپریل په میاشت کې د تودوخې د څارنې د پیل راهیسې تر ټولو لوړه درجه ثبت شوې ده. دا شپږم کال دی چې د تودوخې درجه د ۱۹۵۱-۱۹۸۰ کلونو د منخنې درجې پر تله لوړه ښودل کیږي.

کارپوهان پ609982ه دې آند دې، چې وروستې۱۲میاشتې په دې برخه کې ټول ریکوردونه ماتوي. د انګلستان د هوا پیژندنې د ادارې چارواکي ایریک اولتحاوس د The Independent ورځپانې سره د خبرو پر مهال وویل؛ د تودوخې داسي لوړه درجه د چا په خیال کې هم نه راتله. د نوموړي په وینا، د۱۸۸۰ز- ل کال را په دیخوا په وروستي کال کې د تودوخې درجه ۲۵ سلنه لوړه شوې ده. د تودوخې له کبله چاپیریال زیانمن کېږي، بیړي د ګنګل د ویلې کیدو او د مالګې د کچې ډیریدو له کبله خپل رنګ له لاسه ورکوي او په همدي ډول په سمندرونو کې کنګل په چټکې سره ویلي کېږي.

د هوا د پېژندنې د ادارو کارپوهان په دې باور دي، چې دغه لړې به د ۴ څخه تر ۶ میاشتو پوري دوام وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *