پوهان به په نژدې راتلونکې کې د حافظې د پاکولو لارې چارې وموندي
پوهان به په نژدې راتلونکې کې د حافظې د پاکولو لارې چارې وموندي
پوهان به په نژدې راتلونکې کې د حافظې څخه د غمجنو یادونو د لري کولو لاره چاره وموندي. دغې لارې موندلو ته د امریکا د ستوني بروک د پوهنتون پوهان ورنژدې شوي دي.
د The Daily Mai خبر ورکوي، چې د کارپوهانو څیړنیزې ډلې د موږکانو په مغز او اعصابو په دې تړاو چې یادونه په کې ټینګ خوندي وساتل شي او یا هم ورځیني هیر شي، څیړنې تر سره کړي دي. هیله ده؛ چې ددغو امریکایي پوهانو د څیړنو پایلې به په راتلونکې کې د هغو خلکو چې د حافظې د خرابوالي له کبله ستونزو سره مخ دي، ډیره مرسته وکړي.