په کابل کې د سایبري جرمونو په تړاو د یوه کس نیول کیدل!
د کابل پولیسو د ښار په اتلسمه حوزه کې د سایبري جرمونو په تور یو کس نیولی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې د «مرتضی» په نامه دغه شخص د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکی وو او له څه وخت راپدیخوا یې د انټرنیټ له لارې په مختلفو طریقو سایبري جرمونو کې لاس درلود.
د کابل د پولیسو ویاند،فردوس فرامرز وایي چې دې شخص به له ښاریانو باج اخیست چې د پولیسو تر څار لاندې راغی.
د نوموړي پر وینا،دا سایبري مجرم تیر ماښام په اتلسمه حوزه کې د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شو.
فرامرز وایي چې نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.