په بغداد کې پر حشد الشعبي د امریکا بیا ځلي برید

امریکایي ځواکونو،په تازه برید کې؛په بغداد ښار کې د حشد الشعبي د موټرو کاروان په نښه کړی چې ۵ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د عراق دولتي ټلویزون راپور ورکړی دی چې دغه برید نن (مرغومي ۱۴)سهار وختي د بغداد د شمال په «التاجي» سیمه کې رامنځته شوي ده.

ویل کیږي چې په دې برید کې،د حشد الشعبي د مشرانو دوه موټرونه تر برید لاندې نیول شوي دي.

سکای نیوز شبکې هم د عیني شاهدانو څخه په نقل راپور ورکړی دی چې دغه موټرونه د حشد الشعبي د یوه قومندان د لیږدولو په حال کې وو.

په ورته وخت کې ،ځینو خبرې سرچینو دعوه کړي ده چې په دې برید کې «شبل الزیدي»،سید«حامد الجزایري»او«رائد الکراوي» خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ مګر حشد الشعبي دغه ادعا رد کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قومندان قاسم سلیماني او د قومندان حشد الشعبي ځای ناستي«ابومهدي المهندس» موټرونه هدف کړی او وژلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *