طالبانو د اوربند پر سره توافق رد کړ
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، په افغانستان کې د اوربند په اړه هر ډول توافق رد کړی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن سهار( مرغومي۹) پر خپل ټويټر په افغانستان کې ددې ډلې لخوا د موقتي اوربند په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړل.
نوموړي په خپل ټویټ کې ویلي دي:«ځینې رسنۍ د افواهاتو پر بنیاد خپل راپورونه خپروي چې د حقیقت څخه لیري وي.البته که چیرې څه وي مونږ یې حتماً د خپلو خلکو او رسنیو سره شریکوو» .
شاهین له رسنیو څخه غوښتي دي چې د غیر تصدیق شویو راپورونو له خپرولو دې ځان وساتي.
د طالبانو ویاند په داسې حال کې د اوربند پر سر هر ډول توافق ردوي چې وړمه شپه اسوشیټیډپرس خبرې اژانس په یوه بیړني خبر کې ددې ډلې د ځینې رهبرانو څخه په نقل راپور ورکړی وو چې ددې ډلې مرکچي پلاوي د اوربند پر سر توافق ترسره کړی دی.
له دې وړاندې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د طالبانو د سرچینو څخه په نقل راپور ورکړی وو چې ددې ډلې د رهبرۍ شورا د یوې اوونۍ د اوربند ترسره کیدو په اړه بحث او مشوره ترسره کوي تر څو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل او بین الافغاني مزاکراتو ته زمینه جوړه شي.