شخصي شخړو د هېواد د ۲ تنو نظامیانو ژوند واخیست

د فاریاب سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د ګارنیزون قومندان د خپل یوه سرتیري له لورې وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د فاریاب د ولایتي شورا یو غړي سید عبدالباقي هاشمي وویل، چې د قیصار ولسوالۍ د ګارنیزون قومندان سید محبوب الله د خپل یوه سرتیري له خوا په یوه خپل منځۍ شخړه کې وژل شوی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا دغه غړي زیاته کړه چې د قیصار د ولسوالۍ د ګارنیزون قومندان خپل یوه سرتیري سره نښته کړي او د دواړو تر مینځ په نښته کې یو پر بل ډزې کړي دي چې په پایله کې دواړه وژل شوي دي.

له بله پلوه د فاریاب د پولیسو د قومندانۍ ویاند عبد الکریم یورش هم څرګنده چې د قیصار ولسوالۍ د ګارنیزون قومندان محبوب الله د یو تن غیر مسوله وسلوال له خوا وژل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *