په هلمند کې د ۲۰ تنو طالب ترهګرو وژل کېدل
د هلمند ولایت په نادعلي او نوزاد ولسوالیو او لشکر ګاه ښار کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ملې دفاع وزارت نن د دوشنبې په ورځ ( تلې ۹) په هلمند ولایت کې د هېواد د هوایي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د ۲۰ تنو طالب ترهګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، ملې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په هلمند ولایت کې د هېواد د نظامي ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې ۲۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
د ملې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه بریدونه د نادعلي،نوزاد،او لشکرګاه په ښار کې د طالب ترهګرو د له مینځه وړلو په موخه په لاره اچول شوي دي.