په فاریاب ولایت کې د ۱۶ طالب ترهګرو مرګ ژوبله

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو خبر ورکړی دی چې په هغه عملیاتو کې چې د میمنې- مزار د لوې لارې د پاکولو لپاره د ویره اچونکو پر وړاندې ترسره شوي وو دغه لویه لاره په بشپړ ډول د طالبانو د شتون څخه پاکه شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي په فاریاب کې وویل چې تیره ورځ د( سرطان۸) د امنیتي ځواکونو سره د ویره اچوونکو په نښته کې ۴ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

رضایي زیاته کړه چې د میمنه- مزار لویه لار په بشپړ ډول د ترهګرو د شتون څخه پاکه شوي ده او په لاره تیریدونکي کولای شي چې پرته له کومې ویرې او ترس څخه په دغه لار تګ راتګ وکړې.

د هیواد امنیتي ځواکونو ۱۰ ورځې وړاندې د ایثار۵ تر نامه لاندې د میمنې- مزارشریف د لوې لارې د پاکولو لپاره عملیات په لاره اچولي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *