په پروان کې یوه سړي خپله میرمن د چاقو په وهلو سره وژلي ده.

د پروان امنیتي مسوولینو خبر ورکړی دی چې تیره ورځ ( سرطان ۲) ددې ولایت په چاریکار ښار کې یوه سړي خپله ښځه د چاقو په وهلو سره وژلي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ، د پروان د جنایي جرمونو د څیړنې مدیریت معاون فرهاد هاشمي ویلي دي چې تیره ورځ ماذیګر مهال ددې ولایت په مرکز چاریکار ښار کې یوه سړي خپله ښځه د چاقو په وسیله وژلي ده.

د فرهاد هاشمي د خبرو پر اساس دغه وژنه د شنبې د ورځې د ماذیګر په پینځو بجو د چاریکار ښار په چوک کې په عام محضر کې صورت موندلی دی.

هاشمي څرګنده کړه چې لا تر اوسه ددغې وژنې دلیل مالوم نه دی مګر ویل کیږي چې کورنیو شخړو سره اړیکې لري. ویل کیږي چې قاتل د پولیسو منګولو ته ورغلی دی او ددغه ښځې جسد د پیښې له ځایه د پروان ملې روغتون ته لیږدول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د کابل ښار په اوومه حوزه کې یوه ښځه او سړی د ږیرې ښرولو په چړې باندې ځانونه وژلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *