امریکا: راتلونکی کال به د افغانستان په خاوره په ځانګړي ډول په کابل باندي د طالبانو حملې زیاتي وي

د امریکا استخباراتي سازمانونو خبردارې ورکړی دی چې راتلونکی کال به د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په حملو کې زیاتوالی راشي او وایي چې دغه حملات به د پاکستان په خاوره کې پلان کیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د طلوع نیوز څخه نقل دی د امریکا د استخباراتو موندنې ښایې چې که هر څومره د افغانستان امنیتي ځواکونه د لویو مرکزونو امنیت ټینګ کړي مګر طالبان به په ټولو ښارونو کې پهف ځانګړي ډول کابل کې لوې حملې ترسره کړي.
په همدغه حال کې یو امریکایي سناتور جک رید د هغه څه په اړه چې روسیه یې د طالبانو د همکارۍ او د واشنګټن دښمنان یې په افغانستان کې وایي د اندیښنې وړ ګڼي.
د متحده ایالاتو د ملې امنیت رییس ددې هیواد د سنا د تسلیحاتي خدماتو کمیټه کې په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د نسبې وضعي د خرابوالي خبرداری ورکړ او ویي ویل چې طالبان او نورې او ډلې به د پاکستان د خاوري څخه په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې سختې حملې تر پلان لاندې ونیسي.
دامریکا د ملي امنیت ریس دن کوتس ویلي دي:”ددې امکان شته چې افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د ګڼ ګوڼي څخه ډک لوي مرکزونه کنټرول کړي. زمونږ نتایج راښايي چې په پاکستان کې میشتې وسله والې ډلې د امن پټنځایونو څخه ګټه پورته کوي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د حملو په ترسره کولو سره د افغانستان امنیتي وضعیت سختوي.”
مګر د متحده ایالاتو د استخباراتي اژانس رییس په دغه ناسته کې ډاډ څرګندوي چې د طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو وړتیاوو کې زیاتوالی راغلی دی.
د امریکا د دفاعي استخباراتي اژانس رییس رابرت اشلي ویلي دي:” د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د زیاتو بریاوو په دوام په خپلو تهاجمي وړتیاوو کې زیات پرمختګ کړی دی،په داسي حال کې چې طالبانو د افغانستان امنیت او عامه باور په ښارونو کې د لویو حملو په ترسره کولو سره کمزوری کړی دی او همدغه راز دغه ډله هڅه کوي چې د لاس څخه لرې سیمو کې خپل نفوذ زیات کړي او د ولسوالیو د مرکزونو په تهدیدولو سره افغان امنیتي ځواکونه وننګوي.”
ددوې له مینځه یو سناتور د طالبانو څخه د روسیي د احتمالي ملاتړ اندیښمن کړی دی.
امریکایي سناتور جک رید وویل:”داسي راپورونه مې اوریدلي دي چې ځینې هیوادونه لکه روسیه هڅه کوي تر څو زمونږ د دښمنانو او طالبانو ترمنځ دخیل شي او زمونږ جګړه ایزې هڅې له منځه یوسي.دا ښکاره کوي چې مونږ ستونزې ګالو.”
اشلي زیاته کړه:”روسیه په اصل کې د امریکا د متحده ایالاتو ملې امنیت ګواښي او د خپلو ژیوپولیتیک هدفونو د ترلاسه کولو په فکر کې ده.
کرملین هڅه کوي تر څو د جمهوریت په پخوانۍ شورا کې خپل نفوذ پیدا کړي او د هغې له جملې څخه په ناټو کې د نفوذ لرلو لپاره مبارزه کوي تر څو اطمینان لاسته راوړي چې هیڅ یوه لویه نړیواله مسئله پغیر د روسیي نه سرته ونه رسوي.”
له دې وړاندې روسیې ویلي دي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي بلکه دغه ډلې سره اړیکې لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *