طالبانو د یوې انجلۍ او هلک صحرایي محکمه وکړه

وسله والو طالبانو یوه انجلۍ او هلک په خپل مینځ کې د ټلیفوني اړیکې د لرلو په جرم د کندز ښار د چقور قشلاق په جامع جومات کې په دُرو ووهل.
یوې سرچینې خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل،نن چهارشنبي( کب۱۶) د غرمې څخه مخکي ۱۱ بجې وسله والو طالبانو د کندز ښار د شمال ختیځ چقورقشلاق په جامع جومات کې یوه انجلۍ او هلک په دُرو ووهل.
دغه سرچینه وایي،وسلوالو طالبانو تصمیم درلود چې دا دواړه سنګسار کړي؛ مګر د دُرو په وهلو سره یې خوشي کړي دي.
تر اوسه ښکاره نه ده چې دواړه یې څو دُرې وهلي دي.
تر اوسه د کندز پولیس په دې اړه څه نه وایي.
محراب الدین ابراهیمي- د شمال زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *