په جوزحان ولایت د تیرې اونۍ په ترځ کې ۴۷ داعش جنګیالي وژل شوي دي

د افغانستان په شمال کې امنیتي ځواکونه وایې د ګډو امنیتي ځواکونو په هوایې حملو کې د جوزجان ولایت په د رزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د یو شمیر ازبکستانیانوپه شمول ۴۷ داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي .
د ۲۰۹ ساهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضایې نن یکشنبه ( د لوې په ۲۲ ) خاورې میانه خبري اژانس ته وویل ، دغه هوایې عملیات په تیره یوه اونۍ کې د بې پیلوټه الوتکو او د امریکایې ځواکونو د بې ۵۲ له لورې د داعش تروریستي ډلې په پټنځایونو ترسره شوي دي .
د نوموړي پروینا په دغو وژل شوو کې د د داعش ډلې دوه مشهرو قومندانان او د ازبکستان ۶ تنه اوسیدونکي شامل دي .
رضایې زیاته کړه ، همدا راز د داعشیانو دوه قرارګاوې چې روزنیزې چارې په کې پرمخ وړل کیدې په بشپړ ډول له منځه تللي دي .
د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند د جوزجان ولایت په هغو سیمو کې چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي وسله والو ډلو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د نورو عملیاتو خبر ورکړ . او وایې چې د نوید ۸ په نوم عملیات چې اوس مهال په فاریاب ولایت دکې ادامه لري جوزجان او سرپل ولایتونو ته هم ورسوي .
تر اوسه پورې د داعش وسله والۍ ډلې د دوې غړو ته د افغانستان په شمال کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي .
د رزاب او قوش تپه ولسوالۍ د جوزجان ولایت د نا امنه برخو څخه شمیرل کیږي ، چې تر ډیره په کې د داعش وسله واله ډله شتون لري .
محراب الدین ابراهیمي – د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *