له عربو فوځي چارواکو سره د صهيوني فوځي چارواکي ليدل کتل

د غاصب صهيوني رژيم لوړ رتبه قوماندان د عربو هېوادونو له لوړ رتبه قوماندنانو سره کتنې کوي.

يديعوت احرونوت خبري وېبپاڼې وړمه ورځ د عربي فوځونو له لوړ رتبه قوماندانانو او د ترکيې له لوے درستير خلوصي اکار سره  د اسرائيلي رژيم د فوځ د لوړ رتبه قوماندان د جانشين يائير جولان د کتنې خبر ورکړ.

د دغه رپوټ له مخې جولان د فوځ د قوماندانانو د کلنۍ کتنې ترڅنګه چې د تېرې نهې او شورو په ورځو کښې په بروکسل کښې وشوه ملاقات وکړ.

د جولان او اکار کتنه هم د ٢٠١٠  کال په مۍ کښې د غزې د محاصرې د ماتولو په وجه په مرمره کيشتۍ باندې د صهيونېسټ رژيم د سمندري ځواک له حملې وروسته چې د ترکيې لس فوځيان پکښې وژل شوي وو د دواړو قوماندانانو وړومبۍ کتنه وه.

د الجزائر، مصر، اردن، لبنان، بحرېن، مراکش او تيونس د فوځونو قوماندانان د دغې غونډې له نورو ګډون کوونکو څخه وو.

د اسرائيلي صهيوني رژيم فوځي وياند هم د دغې کتنې د خبر صحيح والے تائيد کړ، خو د غونډې د محتوا د تفصيلاتو په باره کښې يې له وضاحت ورکولو ډډه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *