په ارزګان کې افغان سرتیرو پرمختګ کړی

تر یوې میاشتي نظامي عملیاتو وروسته د ارزګان د مرکز ترینکوټ دامنیتي کمربند ساحه تر شل کیلو میتره پوري پراخه شوې. ارزګان ولایت له تیرو اوو میاشتو راهیسې د سختو نښتو شاهد وو، ان وسله والو مخالفانو درې ځلهد مرکز ترینکوټ د سقوط لپاره ستر بریدونه تر سره کړل او ځل خو ددغه ښار دننه يې هم نفوذ وکړ. د ارزګان امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې امنیتي ځواکونو د ترینکوټ چلمګر، خیراباد کاریز ، ګوګرک کلی ، سفیدخار ، شهین شاه غونډۍ او نورې سیمې د دولت د مخالفینو له حضور څخه پاکي کړي او اوس هم ګډ نظامي عملیات پکښې روان دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال پاسول مسعود عزیزي وايي چې مرکزي دولت د ارزګان د امنیت لپاره پر اغیزمنو لارو باندې کار پيل کړی. مسعود عزیزي چېد ارزګان د امنیت د ارزولو لپاره د یوه امنیتي پلاوي مشري کوي خبریالانو ته وويل چې د پوليسو په لیکو کې د اصلاحاتو لړی چټکه شوې او په ګڼو نورو برخو کې هم پرمختګونه شوي. پاسوال عزیزي وویل ” له نیکه مرغه د ترینکوټ ښاري کمربند غځیدلی په پوليسو کې ډیر اصلاحات را وستل شوی د ارزګان خلک به یو نوی تغیر وویني هم د امنیتي قواوو په تجهیز کې او هم په سوق او اداره کې موږ به نږدې را تلونکې نور هم ښه زیري خلګو ته ولرو”.

دغه راز د ارزګان اوسیدونکي د جګړو له امله له بېځایه شویو کورنیو سره بشري مرستو غوښتنه کوي. دارزګان ولایت د پېښو پرضد د مبارزې اداره وايي چې تر پنځه زره زیاتې کورنۍ پدې ولایت کې د شپږ میاشتو په موده کې له خپلو سیمو څخه ګډوال شوي چې شپږ سوه يې اوس بیرته د ترینکوټ په بیلا بیلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د ترینکوټ اوسیدونکی حاجي ولي محمد وايي چې له ژمنیو واورو او اورښتونو سره د جګړو له کبله د بېځایه شویو کورنیو ستونزې څو برابره زیاتې شوي او بې ځایه شوي کورنۍ د خوراکي موادو په ګډون ژمنیو سون توکو او درملو ته زیاته اړتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *