د ملګرو ملتو له اندیښنو سره د اسپانيا او سعودي ترمنځ د وسلو تړون لاسلیک کیږي

د اسپانيا او سعودي د وسلو معاهدې په داسې حال کښې ترسره کيږي چې ملګرو ملتو په ځلونو په يمن کښې د سعودي د جرائمو او جنايتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده په همدې حال کښې د اسپانيا باچا شپږم فېلپ ټاکلې شوې ده د سعودي د باچا ملک سلمان په بلنه دغه هېواد ته درې ورځنے سفر وکړي.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې سعودي عرب باندې د جنګي کشتيو د خرڅولو لپاره د اسپانيا فېصلې د بشري حقوقو د ادارو اعتراضونه په ځان پسې لرلي دي. د اسپانيې باچا شپږم فېلپ  چې پلار نيکونو يې له سعودي باچائي کورنۍ سره نزدې تعلقات لرلي دي تېر کال د سعودي باچا لخوا په ‌ذاتي توګه دعوت شو. دغه سفر دوه ځل د اسپانيا د حکومت د جوړېدو او د سعودي د دفاع د وزير ترکي بن عبدالعزيز آل سعود د مرګ په وجه ملتوي شو. فېلپ به په دغه سفر کښې د باچائي کورنۍ له غړيو او نورو چارواکو سره ليدل کتل کوي.

د دغه سفر يو مقصد د سعودي په سمندري ځواکونو د اسپانيا د پينځو جنګي کشتيو د خرڅولو د معاهدې د دستخط کولو په دستورو کښې ګډون دے.

دغه اوانټي ۲۲۰۰ ډوله پينځه جنګي کېشتۍ د اسپانيا د ناونسيا شرکت جوړې دي او له دوو ميليارډ ډالرو نه په زياته بيه په سعودي خرڅول کيږي.

دا د دغه اسپانيائي شرکت ترټولو لويه معاهده ده. نورو غېر سرکاري شرکتونو  هم له دې مخکې د اسپانيا حکومت ته د خطونو په لېږلو سره په  سعودي باندې د پينځو جنګي کشتيو د خرڅولو په معاهده اعتراض کړے ؤ.

ملګرو ملتو سعودي په يمن کښې له دوو زرو او دوو سوو نه د زياتوماشومانو د مرګ ذمه وار وبلۀ.  د سعودي فوځ همدا اوس په يمن کښې په جنګ بوخت دے. په دغه جنګ کښې په زرګونو خلق وژل شوي دي چې زياتره يې عامه خلق په  تېره بيا ماشومان او ښځې دي.

د سعودي سمندري ځواکونه هم په دغه جنګ کښې ګډون کوي او د دغه هېواد د سمندري محاصرې نه علاوه يې په ځلونو د يمن په سيمو بمونه او ميزائل ورولي دي. د سعودي د سمندري ځواک ماډرنول د دغه هېواد د دفاع د وزارت يو اعلان شوے هدف دے.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *