عراق ته د داعش 35 ميليارډ ډالري زيان

د عراق وزيراعظم د دغه هېواد په مختلفو سيمو باندې د داعش د حملو له کبله مالي زيان ۳۵ ميليارډ ډالره اعلان کړ.

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي د دغه هېواد د کار په وزارتخانه کښې په يوه علمي غونډه کښې وويل چې د داعش حملو د تېلو په مېدانونو باندې منفي اثرات کړي  دي او له هغو وروسته د عراق د فوځ زياتې وسلې او جنګي سازوسامانونه له منځه تللي دي.

حېدرالعبادي زياته کړه: داعش ترهه ګرې ډلې تراوسه عراق ته ۳۵ ميليارډ ډالره مالي زيان رسولے دے.

هغه وويل، د عراق د تېلو د بيې کمښت تر ۲۰۲۰ کاله پورې دوام لري او د عراق حکومت پکار دي د حکومتي لګښتونو د کمښت سياست ته دوام ورکړي.

په داسې حال کښې چې د عراق کابينې د پارلېمان د نمائندګانو د استيضاح په دوران کښې دوه وزيران له لاسه ورکړي دي او يو وزير هم خپله له مخکې نه استعفا ورکړې ده، بيا هم د نورو ځينو وزيرانو د استيضاح لپاره  ګنګوسۍ اورېدل  کيږي.

د عراق وزيراعظم د وزيرانو په استيضاح کښې د پارلېمان د نمائندګانو د زغم غوښتنه وکړه او وې ويل چې  د ټولو وزارتخانو د چلولو لپاره بې له سپر مېن وزيره څوک نشته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *