د افغانستان په باره کښې درې اړخيزه غونډه په داسې حال کښې وشوه چې دغه هېواد ته يې پکې د ګډون بلنه ورنکړه.

افغانستان د امنيتي حالت د څېړنې لپاره د روسيې، چين او پاکستان درې اړخيزه غونډه پرون په داسې حال کښې په ماسکو کښې وشوه چې خپله د دغه هېواد يعنې افغانستان استازے پکې موجود نه ؤ او په همدې وجه افغان حکومت په دغه غونډه باندې د نيوکې ترڅنګه هغه د خپل هېواد په کورنيو چارو کښې مداخلت وبلۀ.

په دغه غونډه کښې درې واړو ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کښې د داعش د پراختيا او د دغه هېواد د امنيتي حالت د سختېدو په اړه خبردارے ورکړ.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ((مېرمن ماريا زاخاروفوا)) له غونډې وروسته رسنيو ته وو يل چې درې  واړو هېوادونو موافقه وکړه چې په راتلونکې غونډه کښې به افغانستان ته هم بلنه ورکړې شي. د هغې د وېنا له مخې درې واړو هېوادونو د داعش په شمول د تندلارو او افراطی ډلو د فعاليتونو د ز ياتېدو په اړه خپله سخته اندېښنه څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت مرستيال چودري اعزاز احمد چې د خپل هېواد په استاز يتوب يې  په دغه غونډه کښې  ګډون کړے ؤهم د خبريالانو په ټول کښې وويل چې په افغانستان کښې د امنيت له ټينګښت سره متعلق ډېرې ګټورې خبرې وشوې او درې واړو هېوادونو موافقه وکړه چې د سيمې او نړۍ امنيت د افغانستان له امنيت سره تړلے دے او دا موافقه وشوه چې له داعش او د نشه ايزو موادو له قاچاق سره د مقابلې لپاره ملګرتيا ضرروي ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال همدارنګ وويل چې افغان حکومت هم پکار دي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پروسې د راژوندۍ کولو لپاره د خپل ولس ترمېنځ د نظر وحدت او يووالے رامنځته کړي. د هغۀ په قول په  غونډه کښې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پروسې د راژوندۍ کولو لپاره د طالب ډلې په خلاف د بائيکاټونو د ختمولو په اړه هم موافقه وشوه