له دې سره چي د سوريي د حلب ځيني سيمي د دولت له وسله والو مخالفينو په لاس کې دي

له دې سره چي د سوريي د حلب ځيني سيمي د دولت له وسله والو مخالفينو په لاس کې دي ددي ښار اوسيدونکي د دولتي سرتيرو له بريا خوښي څرگنده کړې ده   په ورته حال کي د سوريي دولت وسله والو مخالفينو ملاتړو لويديځو هيوادونو خبرداری ورکړی  چي ددي ښار په نيولو سره به په دې هيواد کي جگړه پاي ته ونه رسيژي

بله خوا ترکيي د سوريي الباب ښار کي د وسله والو له پرمختگه خبر ورکړی دي

له دي سره چي د سوريي حلب ځيني سيمي د وسله والو مخالفينو په لاس کي  ددي ښار اوسیدونکي د دولتي سرتیرو له پرمختګه خوښي څرګنده کړې، په داسې حال کې چې اوس هم ددې ښار په ځینو سیمو کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

د دې ښار د هغه سیمو د نیولو لپاره د دولتي سرتیرو له لوري عملیات د روسي هوایي ځواکونو په ملتیا دوام لری کوم چې اوس هم د وسله والو په لاس کې دي.

له دې سره د روسیې دفاع وزارت د حلب ترڅنګ د پالیمرا تاریخي ښار له آزادیه هم خبر ورکړی. د سوریې دولت وسله والو مخالفینو ویلي، د دولت له لوري د حلب ښار نیول به په دې هیواد کې جګړه پای ته ونه رسوي او په دې سره به د سوریې دولت امتیاز تر لاسه نکړي.

رياض حجاب- “که چیرې اسد او دده ملاتړې په دې فکر کې وي چې د حلب نیول به دوی ته د امتیاز د ډيرښت لامل شي او یا به مونږ دوی ته امتیاز ډير کړو او له خپل انقلاب څخه به لاس اخلو باید ووایم چې هیڅ بدلون به رامنځ ته نشي. هیڅ کله به هم داسې ونه شي.”

په ورته حال کې د فرانسې ولسمشر روسیه په دروغ ویلو تورنه کړې ده

هولاند له دیپلوماتیکي کړیه پښه بهر کړې او د سوریې د دولت له وسله والو مخالفینو یې ملاتړ کړی دی او روسیه یې د خبرو په ځنډولو تورنه کړې ده. خو د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې وروستته به ددې ډول خبرو د منلو تیروتنه ونکړي.

سرگئي لاوروف- “ستونزه ساده ده مونږ وایو چې در په یاد یې کړئ، تیرې تجربې. کله چې د دولت وسله والو مخالفینو له اوربنده په ګټې اخستنې سره له نورو ډيرې وسلې تر لاسه کړې او جګړې ته چمتو شول او په ترڅ کې یې جګړې زور واخیست نو له دې مخې لومړی باید په افکارو هوکړه وشي مونږ به په دې برخه کې ډير ژر له امریکا سره هم خبر ې پیل کړو.”

په  ورته حال کې ترکیه هم د سوریې په شمال کې غواړي د الباب ښار دنیولو لپاره لوی عملیات په لاره واچوي. ددې هیواد د لومړي وزیر مرستیال ویلي: له اوربند سره مرسته به هغه مهال ګټوره وي کله چې تول ښکیل اړخونه له ژمنتیا کار واخلي. دې بدلونونو ته په کتو سره روښانه نده چې د سوریې د جګړې پنځه کلن برخلیک به چې له امله یې له درې سوه زره دیر کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي، څه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *