د ابو او برښنا وزارت د آسيا له پر مختيايي بانک سره درې مهم تړون ليکونه لاسليک کړي

د ابو او برښنا وزارت د آسيا له پر مختيايي بانک سره درې مهم تړون ليکونه لاسليک کړي دي

ددې وزارت مرستيال امان الله غالب ويلي پر دي پروژو څلور سوه پنځوس ميليونه ډالره لگښت راځي چي درې سوه ميليونه يي د آسيا پرمختيايي بانک له لوري ورکول کيږي

امان غالب ویلي، ټاکل شوې دې پروژو ته پاتې نور یو سل پنځوس میلوینه ډالره د ناټو غړي هیوادونه او مرستندویه موسسو له لوري ورکړل شي. دوی ویلي ددې پروژو په بشپړیدو سره به افغانستان د سیمې ترمنځ د برښنا د لیږد را لیږد په مرکز بدل شي.

دوی ویلي: ” زمونږ یوه پروژه  چې د باک تو باک په نامه یادیږي په پلخمري کې د یوه سب استیشن د جوړولو پروژه  ده  چې په دې سره به زمونږ برښنا د ترکمنستان له برښنیا سره یوځای شي  او دوهمه پروژه له بامیانو د الوان تر سیمې د برښنیا لیږدول ده چې له مخی به یې دوه سپ استیشنونه رامنځ ته او شلو زرو بامیانو کورنیو ته به برښنا ورکړل شي. یو شمیر نورې پیسې غواړو پر هغه پروژه ولګوو کوم چې سروې یې پای ته رسیدلې او کار پرې روان دی دا پروژه له تخاره بدخشان ته برښنا لیږدوي.”

ټاکل شوې دا پروژه په دوه زره اتلسم کال کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

مخکې له دې آسیا پر مختیایي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د هغه تړون له مخې  چې د دوه زره پنځه لسم کال د نوامبر په میاشت کې لاسلیک شوی وو له ترکمنستان څخه افغانستان ته به پنځه سوه میګاواټه برښنا ولیږدول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *