په غزني ولايت کي د ناامنيو گواښونه دير شوي

په غزني ولايت کي د ناامنيو گواښونه دير شوي   په دي ولايت کي چارواکيو له دي سربيره چي مرکزي چارواکي يي په بيغوريو تورن کړي ويلي يي دي، وسله والو مخالفينو په روان کال کې ددې ولايت د سقوط پلان درلود خو د افغان سرتيرو د ميړاني له مخي له ماتي سره مخ شول

د غزني والي دا ولایت د ستراتیژیک له مخې د اهمیت وړ ښودلی ویلي یې دي چې مرکزي چارواکي ددې ولایت په هکله بیغوره دي او که چیرې دې ولایت ته ډیره پاملرنه ونشي د ناامنیو لمن به پراخه شي.

له دې سره په دې ولایت کې د خلکو یوه بله لویه اندیښنه د داعش وسله والو فعالیت ده، خو د غزني والي وایي له دې امله چې د داعش مفکوره د سیمه ایزو خلکو له مفکوري سره په ټکر کې ده، دا ډله په دې ولایت کې ځای نشي پیدا کولای خو د زابل له سیمې داعش د غزني اوسیدونکي ګواښلی شي.

ده ویلي د داعش وسله وال د پولې له پورې غاړي څخه د ناوې ولسوالی ته چې د دولت وسله والو مخالفینو په لاس کې ده په آزاده توګه تګ راتګ کوي نو له دې مخې غزني هم له ګواښ سره مخ کیدای شي. په ورته حال کې په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازي وایي، تر اوسه داعش د غزني په خاوره کې ځای پر ځای شوی ندی خو له دې مخکې چې دا دله د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې فعالیت لري د غزني اوسیدونکي یې هم اندیښمند کړي دي.

په تیرو پنځه لسو کلونو کې غزني له ناامنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي او ددې ولایت ډيری سیمې د ناامنیو تر سیوري لاندې دي. ویل شوي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د ناامنیو کچه دومره لوړه شوې چې د امنیتی سرتیرو او ددوی د وسله والو مخالفینو ترمنخ د جګری له امله د ډزو غږونه د ښار میشتو غوږونو ته رسیږي او له دوی څخه یې آرامښت اخستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *