د سوريي دولت د خپلو وسله والو مخالفينو له لوري د اوربند وړانديز رد کړ

د سوريي دولت د خپلو وسله والو مخالفينو له لوري د اوربند وړانديز رد کړ. کله چې د دمشق وسله والو مخالفينو د حلب په پخوانۍ برخه کې له ماتي سره مخ شول له دي سيمې يې د ملکي کسانو د ايستول لپاره د پنڅه ورځیني اوربند غوښتنه وکړه چي د سوريي د حکومت له لوري رد شوه

د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو ویلي، د ملکي کسانو پر وړاندې ګواښ ډير دی او دا دوی ته د زیان رسیدو لامل دی چی د اوربند غوشتنه یی کری ده. له دې سره امریکا او دامنیت شورا پنځو نورو تلپاتې غړیو هم د ملکي کسانو لپاره د مرستو روسولو په موخه د بیړني اوربند وړاندیز کړی خو ددوی دا غوښتنه د دمشق حکومت له لوري رد شوې ده.

د سوریې ولسمشر بشار اسد ددې هیواد رسنیو ته ویلي، په حلب کې پرمختګ ددې هیواد د کورنۍ جګړې پای ته رسیدو لپاره یو مهم ګام شمیرل کیږي خو دا به د جګړې د پای ته رسیدو په مانا نه وي.

د سوریې دولتي ځواکونو ویلي اوس مهال ټوله سویلي سیمه ددوی په لاس کې ده او ختیځ اتیا سلنه سیمه دوی نیولی ده.

زيد صالح- “مونږ اوس د حلب په تاریخي ودانۍ کې یو هغه ودانۍ چې ددې ښار یوه تاریخي سیمه ده د حلب په ختیځ کې جګړه روانه ده او تر هغې به روانه وي ترڅو چې دا سیمه له وسله والو مخالفینو نه وي پاکه شوې دوی ته زمونږ پیغام دا دی، هرچیرته چې ولیدل شوی مرګ به ستاسو په لور وي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *