په موصل کې جګړه ؛ په بغداد کې ناسته ؛ ګډه تګ لار

په موصل کې جګړه ؛ په بغداد کې ناسته ؛ ګډه تګ لار

بي له شکه چی نشو کولي دغه دوه اړینۍ مهمي پيښې نالیدلي وبولو ځکه چی دواړه له خپل عناصرو څخه برخمني دي او هر یوه جلا لید لوري څخه تفسیر او څیړل کیږي. په موصل کې جګړه او دغه ښار خلاصون لپاره په بیړه سره عملیات روان دي بلخواه په دی هیواد کې سیاسی پیښې هم په خورا یوالی سره پرمخ بیول کیږي.

د موصل ښار خلاصون لپاره نوي تګ لاري غوره شوي او ډیری هم په ښه توګه پرمخ وړل شوي دي او همدا شان ټاکل شوی راتلونکې شنبه ورځ په عراق کې د اسلامي یوالی ناشته هم د عراق په کوربه توب سره جوړه شي.

بي له شک څخه نشو کولي دغه دوه اړینۍ مهمي پيښې نالیدلي ووینو ځکه چی دواړه له خپل عناصرو څخه برخمني دي او هر یوه جلا لید لوري څخه تفسیر او څیړل کیږي. په موصل کې جګړه او دغه ښار خلاصون لپاره په بیړه سره عملیات روان دي بلخواه په دی هیواد کې سیاسی پیښې هم په خورا یوالی سره پرمخ بیول کیږي، هغه ټکې چی نن د اسلامی یوالی لوي منشی او عراق شورا مشر په بغداد کې ګډی خبری ناستي پرمهال هم ورته نغوته کړي ده.

د میدانی په اړه باید وویل شي چی دامهال دموصل ښارخلاصون لپاره ټولي عراقی ډلی سره یولاس او یوځای شوی دي. دغه عمل په اصل کې دعراقیانو له لوري یوالی په نښه کوي چی سیاسی جریانونو کې هم سره یو شوي دی. هغه څه چی له لومړي څخه امریکایانو لپاره ستونزه رامنځ ته کړي وه عراقی ولسی سرتیری او عراقی سرتیرو او له دوی سره غړیو هیوادونو سرتیرو کم لاس نیول وو چی د موصل ښار په خلاصون کې یي له دوي څخه ګټه نوه پورته کړي. په دي منځ کې په تیره د جګړي په میدان کې د عراقی ټولو سرتیرو یولاس له ټولو هیوادونو څخه وړاندي د ترکیه اندیښني راپارولی دي. آنکارا چی ۱۵۰ خپل سرتیري د عراق سرحدي پولو ته څیرمه ځای پرځای کړي وو او په عملیاتو کې یی د ګډون تلوار درلود د موصل ښار په جګړه کې اصلی ماتي خوړونکو څخه شمیرل کیږي.

دعراقي سرتیرو په کورنی سیاست کې ستونزی او د جګړي له ډګر څخه د دوی وتل هغه اصلي عنصر وو چی امریکایانو څیړنه کړي وه چی ګویا د دوی سرتیرو د موصل په جګړه کې له دي لاري څخه ماتي خوړلی ده او همدا موضوع یی په نښه کړي وه. نو له دي مخی ترکیه هم ډیره هیله درلوده ترڅو په دي برخه کې رول ادا او ګډون وکړي ترڅو د کړکیچ له منځه وړلو په برخه کې رول ادا کړي او داعش سره د مبارزه په برخه کې خپل نوم روښانه کړي، خو بدبختانه چی دغه ټولي هیلي له خاوروسره یو او ماتي سره مخ شوی.

دا په داسی حال کې ده چی د اسلامي ویښ والي عالی شورا ناسته هم شنبه ورځ په عراق کې د دوی په کوربه توب سره جوړه شي او اړین پیغام به ولري هغو کسانو ته چی په عراق کې امنیت او ثبات نغواړي.

د اسلامي ویښ والي عالی شورا په ځانګړی وخت او ځانګړي ځای کې ترسره کیږی.د وخت له مخي ځکه اړینه بلل کیږي چی د عراقی سرتیرو یولاس له مخی سیاسی پرمختګ بلل کیږي چی موصل ښار آزادولو لپاره یی هڅی پیل کړي چی دا د عراقی سرتیرو یوالی څرګندوینه کوي. او د ځای له مخي په اړین ځای یعنی بغداد کې جوړیږي چی دامهال یی د نوم بدنامولو لپاره خورا هڅی ترسره شوي دی.د اسلامي ویښ والي مفهوم چی له ډیری مودي رادیخواه په سیمه کې یی د بدلونونو لپاره هڅه کړي وه له سترګو لویدلي وو نو له دي مخي داځل یو نوي ځواک او سیاسی تګ لاري سره بیرته رامنځ ته شوی دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *