له ژمنو د ډیرې مودې په تیریدو سره د غازو بیه ټیټه نشوه

یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې د اوبلن ګازو بیې له یوې میاشتې راپه دې خوا لوړې شوې دي، خو حکومت د دغو بیو ټيټوالي له پاره هېڅ نه دي کړي.

اوسمهال یو کیلو اوبلن ګاز په ۷۰ افغانۍ پيري؛ په داسې حال کې چې همدغه ګاز یي یوه میاشت وړاندې یو کیلو په ۴۵ افغانۍ پيرودلو.

خو په کابل ښار کې د اوبلن ګازو پلورنکي بیا وايي، چې د ګازو وارد کوونکي شرکتونو د اوبلن ګازو بیې لوړې کړي دي.

محمد نسیم چې کابل ښار کې د اوبلن ګازو پرچون پلورنکی دی وايي، د اوبلن ګازو بیې حکومت نه، بلکې خپله وارد کوونکي شرکتونه ټاکي؛ نو ځکه خو دوی مجبور دي په کمه ګټه يې و پلوري.

دی وايي، یو کیلو ګاز په ۶۳ افغانۍ پيري او اړ دي، چې په ۷۰ افغانۍ يې وپلوري.

په ورته وخت کې د نفتي موادو د تصدۍ رییس صمیم ولي وايي، چې له ترکمنستان څخه اوس په کمه اندازه اوبلن ګاز واردیږي، نو ځکه خو کابل ښار کې د ګازو بیې لوړي شوي دي.

صمیم زیاتوي، یوه اونۍ وړاندې يې د خصوصي سکټور سره د اوبلن ګازو بیې ټېټېدو په اړه خبرې وکړې، خو هغوی هم په دې برخه کې ونه توانېدل.

د صمیم پروینا، له دې وروسته به په ښار کې چاته اجازه ور نه کړي، چې له ۴۵ تر ۵۵ پورته په لوړه بیه ګاز وپلوري.

دی وايي، وروستۍ پریکړه ده، چې د نفتي مواد تصدي به په مارکيټ کې کنټرول کوي او بیې به څاري.

د دغې تصدۍ د مسوولینو پرخبره، اوسمهال افغانستان له ایران، ازبکستان او ازربایجان سر خبرې پيل کړي او ډېر ژر به د اړتیا وړ ګاز هېواد ته را وارد کړي.

هر کال د مني او ژمي موسم په رارسېدو سره د سوند توکو په بیو کې زیاتوالی راځي، چې هېوادوال له بیو شکایت کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *