مک تارن بیري: د امریکا لخوا د افغانستان او عراق لپاره باید بودیجه زیاته شي
د امریکا د استازو په مجلس کې د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر مک تارن بیري چې تازه د افغانستان او عراق د سفر نه راستون شوی، وایي چې کانګریس باید د جمهور رئیس اوباما د حکومت نه وغواړي چې په افغانستان او عراق کې د خپلو پلانونو د تطبیق لپاره بودیجه زیاته کړي.
ښاغلی تارن بیري دا غوښتنه پداسې حال کې کوي چې په کانګریس کې په دفاعي بودیجې ښایي په مني کې کله چې د کانګریس غړي د رخصتۍ نه راستنیږي، سخت او جدي بحثونه وشي.
دغه جمهوري غوښتونکي استازی وایي چې امریکایي ځواکونو او متحدینو یې په افغانستان او په عراق کې د اسلامي دولت په خلاف جګړې کې زیات پرمختګ کړی خو زیاتوي چې ” لا هم په دواړو هیوادونو کې غټې ستونزې شته دي. ”
یوازې ښاغلي تارن بیري نه بلکې د جمهوري غوښتونکو د ګوند ځینو نورو غړیو هم د جمهور رئیس براک اوباما نه غوښتي دي چې رسماً دې د راتلونکي مالي کال لپاره د اضافي بودیجې غوښتنه وکړي او په افغانستان کې دې د هغه څه نه چې توقع یې کیږي ” زیات عسکر هلته پریږدي.”
د لګښت پر سر د کانګریس او حکومت تر منځ اختلافات کم ندي. خو جمهور رئیس اوباما خبرداری ورکړی چې د دفاعي پالیسۍ لپاره ۶۰۲ ملیارده ډالرو لایحه به ویټو کړي.
اوباما ویلي دي دا لایحه پدې خاطر ردوي چې د عراق او افغانستان د جګړې لپاره پکې ځانګړې بودیجه ټاکل شویده.
دیموکراتان پدې ټینګار کوي چې د نورو ملکي پروګرامونو په شمول د دفاع وزارت دې هم لګښت کم کړي خو جمهوري غوښتونکي بیا په هغوي تور لګوي چې د داخلي “کم ارزښته” پروژو لپاره د هیواد ملي ګټې محدودې کړي.
د استازو په مجلس کې د وسله والو خدماتو د کمیټې رئیس مک تارن بیري وایي دا کار ” زمونږ پوځ یرغملوي. ”
د ښاغلي تارن بیري په وینا په افغانستان کې امریکایي قوماندانان پدې هم د جنجال سره مخ دي چې په څه ډول د جمهور رئیس اوباما د پلان پر اساس د عسکرو شمیر د ۹۸۰۰ نه ۸۴۴۸ ته راټیټ کړي.
تارن بیري وایي قوماندان پدې غور کوي چې ښایي د قراردادیانو شمیر زیات کړي او یا دا چې ځیني فعالیتونه د افغانستان نه بهر وکړي.