عبدالله عبدالله:دښمن هڅه کوي ترڅو د خلکو په منځ کې تفرقه رامنځ ته کړي
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،عبدالله عبدالله چې نن یې د وزیرانو شورا د غونډې په پيل کې خبرې کولې وویل چې ولس باید د دښمن د داسې دسیسو پر وړاندې هوښیار وي:
” ښايي د دښمن لوی هدف چې غواړي هغه ته ورسیږي دا ده چې د خلکو په منځ کې د اختلاف، شک پيدا کول دي چې بیا دا چار به، خدای ناخواسته په بشپړه توګه د خلکو، ملت او هېواد د کمزورۍ سبب شي.”
ښاغلي عبدالله زیاته کړه مهمه دا نه ده چې د پېښې مسوولیت چا په غاړه اخېست بلکې مهمه دا ده چې پېښه په هر اړخېزه توګه وڅېړل شي.
ده وویل چې روشنایی غورځنګ د برید په اړه د ملي امنیت شورا یوه اونۍ مخکې خبر وو.
نوموړی وویل خلک باید د هیواد وضعیت ته په کتو سره اوښیار ووسي .
ده زیاته کړه چې د روشنایی غورځنګ غوښتنې د څیړلو په حال کې دي او حکومت اړ دي چې د خلکو غوښتني ومني.
دا په داسي حال کې ده چې د روشنایی غورځنګ غړو په کراتو ویلي چې حکومت د دوي غوښتنو ته پام نکوي او د دوي د غوښتنو د پوره کولو هوډ نلري.