د سمنګان ولایت په دولتي ادارو کې ریسان یوازي خپلوان به دندو ګماري
په سمنګان کې د دولتي څانګو کارکونکي یوازي خپل اړوند کسان په دنده ګمارې په داسي حال کې چې د یاد ولایت ډیر شمیر لوسته ځوانان وزګار دي.د ولایتي شورا او مدني فعالینو غړي وایی،سره له دې چې د دي ولایت زیات شمیر ځوانان اوزګار دي خو په دولتي او غیر دولتي څانګو کې هغه کسان په دنده ګمار کیګې چې د دې ولایت څخه ندي.
د سمنګان ولایت دا اوسیدونکو یو شمیر ریسان په ځان ځانې تورنوي، د دوي په وینا ډیر شمیر مشران خپل خپلوان په دندو ګمارې.د ولایتي شورا یوه غړی محمد هاشم خاورمیانه ته وویل؛د مثال په توګه د مستوفیت ادارۍ مشران ، د فواید عامه او کرنۍ ریاست مشرانو خپل خپلوان په دندو ګمارلو تورن کړلي دي.
د ولاتي شورا دغه غړی زیاته کړه:د سمنګان مستوفي د لړګر ولایت اوسیدونکی دی،د میرمنۍ ورو یی سکرتر دی،میرمن او نور ګاونډیان یی عملا په نورو بستونو کې دنده ترسره کوي.مثلا یاد مستوفي له لوګر څخه راغلی ، د میرمن ورو یی باید سکرتر وي،میرمن یی په بل بست کې کار وکړي او نور ګاونډیان یی باید په دې اداره کې به نورو دندو وګمارل شي.نوموړی همداشان د دي ولایت د فواید عامه او د کرنۍ د ریاست مشران یی په ځان ځایی تورن کړل.
په ورته حال کې د سمنګان ولایت یو شمیر مدني فعالین له دي وضعیت څخه اندیښني ښودلي،د دادخواهی کمیټۍ ریس وافي الله شاهرخي وایی: نیګدي ۳۰۰۰ لوستي ځوانان اوزګار دي او د کار زمیني ورته ندي برابري شوي.
د مدني فعالین غړي هم په دي ولایت کې د بیکارې د کچي لوړوالې په دې ادارو کې د هغو کسان ګمار ښودلې چې له نورو ولایاتو څخه دي.
دوي وایی د دي ولایت کم شمیر اوسیدونکي په غیر دولتي ادارو کې له هغي ډلۍ پهGIZ,ADA,JFPR, ادارو کي لیدل کیګي.
خو د هغو ادارو مسولان چې تور بر لکیدلی دی د سمنګان ولایت د اوسیدونکو دا تورونه ردوي.د سمنګان ولایت مستوفی میرویس میرزایی د یاد تورونو به رد سره خاورمیانه ته وویل،پرته له دوه وو تنه هپلوانو چې هغۍ ته هم اړتیا لري بل هیڅ خپلوان یی د ده په ادراه کې کارنکوی.تاسو بوهیګي چې مونګ ساتونکي نلرو نو ځکه مي دا دوه کسان د اړتیا له موخي په دنده ګمارلي دي.
بل لور د فواید عامه مشر انجینیر ضا دا ادعاوي رد کړي او ویلي دي چې د ۳۳ کارکونکو له ډلۍ یوازي یو کس هغه هم د اجیر په توګه د ده له خپلوانو څخه دی.
نوموړی هم د یو تن خپلوان د اجیر په توګه ګمار د ساتونکو د نشتون دلیل ښودلی دی.
له ډیرو هڅو سره سره بریالي نشو ترڅو د نورو ادارو نظرونه واخلو.د سمنګان ولایت اوسیدونکي وایی چې دوي د دي ولایت ځوانانو په اړه ډیري اندیښني لري او که دا وضعیت همداشان روان وي نو د دوي پر افکارو به بدې اغیزي وکړي.دوي له دولت څخه غوښتي ترڅو په دي اړه جدی پاملرنه وکړي.
ویل کیګي چې په دي ورستیو کي د سمنګان ولایت یو شمیر ځوانانو د کار موندنې په موخه له هیواد څخه بهر تللي دي او ځینو یی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.