د سمنګان ولایت په دولتي ادارو کې ریسان یوازي خپلوان به دندو ګماري

په سمنګان کې د دولتي څانګو کارکونکي یوازي خپل اړوند کسان په دنده ګمارې په داسي حال کې چې د یاد ولایت ډیر شمیر لوسته ځوانان وزګار دي.د ولایتي شورا او مدني فعالینو غړي وایی،سره له دې چې د دي ولایت زیات شمیر ځوانان اوزګار دي خو په دولتي او غیر دولتي څانګو کې هغه کسان په دنده ګمار کیګې چې د دې ولایت څخه ندي.

۸

د سمنګان ولایت دا اوسیدونکو یو شمیر ریسان په ځان ځانې تورنوي، د دوي په وینا ډیر شمیر مشران خپل خپلوان په دندو ګمارې.د ولایتي شورا یوه غړی محمد هاشم خاورمیانه ته وویل؛د مثال په توګه د مستوفیت ادارۍ مشران ، د فواید عامه او کرنۍ ریاست مشرانو خپل خپلوان په دندو ګمارلو تورن کړلي دي.

  د ولاتي شورا دغه غړی زیاته کړه:د سمنګان مستوفي د لړګر ولایت اوسیدونکی دی،د میرمنۍ ورو یی سکرتر دی،میرمن او نور ګاونډیان یی عملا په نورو بستونو کې دنده ترسره کوي.مثلا یاد مستوفي له لوګر څخه راغلی ، د میرمن ورو یی باید سکرتر وي،میرمن یی په بل بست کې کار وکړي او نور ګاونډیان یی باید په دې اداره  کې به نورو دندو وګمارل شي.نوموړی همداشان د دي ولایت د فواید عامه او د کرنۍ د ریاست مشران یی په ځان ځایی تورن کړل.

 

په ورته حال کې د سمنګان ولایت یو شمیر مدني فعالین له دي وضعیت څخه اندیښني ښودلي،د دادخواهی کمیټۍ ریس وافي الله شاهرخي وایی: نیګدي ۳۰۰۰ لوستي ځوانان اوزګار دي او د کار زمیني ورته ندي برابري شوي.

د مدني فعالین غړي هم په دي ولایت کې د بیکارې د کچي لوړوالې په دې ادارو کې د هغو کسان ګمار ښودلې چې له نورو ولایاتو څخه دي.

دوي وایی د دي ولایت کم شمیر اوسیدونکي په غیر دولتي ادارو کې له هغي ډلۍ پهGIZ,ADA,JFPR, ادارو کي لیدل کیګي.

خو د هغو ادارو مسولان چې تور بر لکیدلی دی د سمنګان ولایت د اوسیدونکو دا تورونه ردوي.د سمنګان ولایت مستوفی میرویس میرزایی د یاد تورونو به رد سره خاورمیانه ته وویل،پرته له دوه وو تنه هپلوانو چې هغۍ ته هم اړتیا لري بل هیڅ خپلوان یی د ده په ادراه کې کارنکوی.تاسو بوهیګي چې مونګ ساتونکي نلرو نو ځکه مي دا دوه کسان د اړتیا له موخي په دنده ګمارلي دي.

بل لور د فواید عامه مشر انجینیر ضا دا ادعاوي رد کړي او ویلي دي چې د ۳۳ کارکونکو له ډلۍ یوازي یو کس هغه هم د اجیر په توګه د ده له خپلوانو څخه دی.

 

نوموړی هم د یو تن خپلوان د اجیر په توګه ګمار د ساتونکو د نشتون دلیل ښودلی دی.

له ډیرو هڅو سره سره بریالي نشو ترڅو د نورو ادارو نظرونه واخلو.د سمنګان ولایت اوسیدونکي وایی چې دوي د دي ولایت ځوانانو په اړه ډیري اندیښني لري او که دا وضعیت همداشان روان وي نو د دوي پر افکارو به بدې اغیزي وکړي.دوي له دولت څخه غوښتي ترڅو په دي اړه جدی پاملرنه وکړي.

ویل کیګي چې په دي ورستیو کي د سمنګان ولایت یو شمیر ځوانانو د کار موندنې په موخه له هیواد څخه بهر تللي دي او ځینو یی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *