په ورسا کې د ولسمشر غني د ویانوو په اړه د پاکستان غبرګون

پاکستاني چارواکو د ولسمشر غني د هغو څرګندونو په اړه چې د پاکستان په اړه یې د ناټو د مشرانو په غونډه کې کړې، سختي نیوکي کړي دي.

۵

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس د ولسمشر غني هغه خبره رد کړه چې ویلي یې دي پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره همکاري نه کوي او د ژمنو خلاف د هغو وسله والو خلاف اقدامات نه کوي چې په پاکستان کې دي او په افغانستان کې جګړه کوي.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ په وارسا کې وویل چې د پاکستان نه بغیر د سیمې نور هیوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره همکاري کوي.

پاکستان استثنا دی. که څه هم پاکستان په څلوراړخیزو غونډو کې د سولې د پروسې سره د مرستې ژمنه کړې، خو د پاکستان لخوا د تروریستانو تقسیم، په ښه او بدو تروریستانو، چې خطرناکه دی، اوس هم ترسره کیږي.

په پاکستان باندې دا تور دی چې د هغو طالبانو په ضد چې د پاکستان د حکومت خلاف دي عملیات کوي خو د هغه طالبانو په ضد چې په افغانستان کې جګړه کوي، او ویل کیږي چې په پاکستان کې مرکزونه لري، عملیات نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس وویل چې پاکستان د جمهوررئیس غني د څرګندونو نه چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې یې کړې مایوسه شوي دي. . . . د اوس تقاضا دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې همکاري وشي تر دې چې افغانستان په غلطو نظریاتو باندې تورونه لګوي.

ذکریا وویل:موږ هم د افغانستان د حکومت څخه د همکارۍ توقع لرو چې د سرحدونو د مدیریت له لارې او په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان تروریستان، چې د پاکستان په خلاف دي، پرې نه ښودل شي چې مرکزونه جوړ کړي، د تروریزم خلاف زموږ د جګړې سره مرسته وکړي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په افغانستان کې دي او د هغه ځای نه په پاکستان کې بریدونه کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو میاشتو کې اړیکې خرابې شوي دي او دواړو حکومتونو به یو بل باندې تورورنه لګولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *