ننګرهار کې د ۵ داعشیانو په ګډون ۴ پاکستانې ترهګر وژل شوي دي

  د ننګرهار په کوټ او اچین والسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیانو په ګډ هوایی او ځمکنی عملیاتو کې د بهرنیانو په ګډون د داعش ډلۍ ۱۲ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

۴

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د یاد ولایت د پولیسو د خبرپاڼۍ له مخې،دا عملیات تیره شپه د داعش پر مواضع ترسره شول.خبر پاڼه زیاتوې د امنیتي ځواکونو په توپچې عملیاتو کې چې د کوټ ولسوالۍ په لاغر جوي سیمه کې ترسره شول د داعش ۷ جنګیالي وژل شوي او دوه تنه نور یی ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼۍ کې راغلې چې ،د بهرنیو هوایی بریدونو په ترڅ کې چې د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې ترسره شوي دي د داعش ۵ جنګیالیو په ګډون ۴ پاکستانیان هم وژل شوي دي.

دا په داسه حال کې چې تیره ورځ د بهرنیان هوایی بریدونو په ترڅ کې د داعش ۱۶ جنګیالي وژل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *